د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

پکتیا کې د 'چراغ ژورې' او 'تېرې کوتل' د چېک ډېمونو چارې بشپړې شوې


د پکتیا یو چېک ډېم
د پکتیا یو چېک ډېم

په پکتیا کې د ۱۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د 'چراغ ژورې' او 'تېرې کوتل' په نومونو د دوه چېک ډېمونو چارې بشپړې شوې.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، د دې چېک ډېمونو په بشپړېدو سره به د موسمي سیلابونو څخه د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی وشي او ترڅنګ به یې د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبېدا او د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي.

دی وایي، دواړه چېک ډېمونه به ۱۶۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي: "د ولسمشر یو اساسي برنامه ده، څو د اوبو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او خلک ترې په کرنه کې استفاده وکړي او دواړې پروژې ۱۶۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۱۶ زره متره مکعبه اوبه ذخیره کوي."

د فدایي په وینا د دې دواړو چېک ډېمونو مالي لګښت د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې له لوري ورکړل شوې چې ۸۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د پکتیا اوسیدونکي له ځایي چارواکو غواړي چې ورته پروژې د پکتیا په هغو ولسوالیو کې هم پلي کړي، چېرې چې کرنیزې ځمکې زیاتې او ګڼ خلک یې په کرنه بوخت دي.

د پکتیا یو تن قومي مشر صادق رباطي وایي: "په نورو ولسوالیو کې چې خلک یې په کرنه بوخت دي اوبه هم پریمانه دي، موږ له ولسمشره غواړو چې د دې پروژې په څېر په زرهاوو پروژې منظورې کړي او د ځدران مېشتو ولسوالیو په څېر ټولو ولسوالیو ته پوره پاملرنه وکړي چې افغانستان زراعت په پښو ودرول شي."

د پکتیا یو چېک ډېم
د پکتیا یو چېک ډېم

د پکتیا ولایتي شورا غړی سخي جان وفادار وایي، د داسې پروژو ملاتړ کوي چې له یوې خوا اوبه مهاروي او له بلې خوا کرنه پیاوړي کوي او د بزګرانو په ژوند مثبت اغېز څرګندوي.

ښاغلي وفادار زیاته کړه: "کله چې داسې چېک ډېمونه جوړیږي، نو مالومه خبره ده چې بزګر ژوند به ښه شي، اوبه به مهار شي او زراعت پیاوړی کېږي، موږ د داسې پروژې کلک ملاتړي یو."

په پکتیا کې د دغو دوو پروژو پرانېسته په داسې مهال کېږي چې سږکال په دې ولایت کې د ژمي په موسم کې ډېره کمه واوره وشوه چې له امله یې د بزګرانو او بڼ لرونکو اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG