د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۱

میانمار کې پر ډیموکراسۍ پلوه مظاهره‌چیانو ډزې؛ لږترلږه ۵ کسان وژل شوي


میانمار کې د پوځي کودتا ضد اعتراضونه

راپورونه وايي، د میانمار امنیتي ځواکونو پرون شنبه پر ډیموکراسۍ پلوه مظاهره‌چیانو ډزې کړي او لږترلږه ۵ کسان‌یې وژلي دي.

دوو خبري اژانسونو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو په مرکزي ښارګوټي مونیوا (Monywa) کې د مظاهره‌چیانو پر ډلې ډزې وکړې.

د باګو په نوم انلاین خپرونې راپور ورکړی چې بل کس په جنوبي ښارګوټي تاتون کې په ډزو وژل شوی دی.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې پوځ په میانمار کې کودتا کړې، نږدې هره ورځ خلک چې پر وړو وړو ډلو سره وېشل شوي په لویو او وړو ښارونو کې په مظاهره راوځي.

دوی د انګ سان سوچي په مشرۍ د ملکي حکومت د بیا واکمنېدو غوښتنه لري او د پوځي کودتا مخالفت کوي. له هغې راهیسې په مظاهرو کې تر ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د میانمار پخوانۍ مشره انګ سان سوچي
د میانمار پخوانۍ مشره انګ سان سوچي

یوه مظاهره کوونکي چې غوښتل یې هویت‌یې پټ پاتې شي، پرون روېټرز خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو پرون شنبه په پرله‌پسې ډول بېسدوونکي لاسي بمونه او مرمۍ کارولې.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د میانمار په دوهم لوی ښار ماندالې (Mandalay) او شمالي ښارګوټي هپاکانت (Hpakant) کې هم مظاهرې شوې دي.

روېټرز اژانس راپور ورکړی چې پولیسو او د پوځي حکومت ویاندویانو د ټیلیفون تماسونه ځواب نه‌کړل چې نظر یې واخیستل شي.

بل‌خوا پرون د یاغیانو د ۱۰ ډلو مشرانو په انلاین غونډه کې د میانمار پر وضعیت د بحث پر مهال د مظاهره‌چیانو په وړاندې د پوځي حکومت له‌خوا د مرګي ځواک کارول وغندل.

میانمار کې اعتراضونه
میانمار کې اعتراضونه

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د شان ایالت د احیاء شورا په نوم د یوې مخالفې ډلې مشر جنرال یاود سِرک وویل، د پوځي شورا له مشرانو سره باید حساب کتاب وشي.

دولتي رسنیو راپور ورکړی چې چارواکو په ټولنیزو شبکو کې د با نفوذو شخصیتونو، سندرغاړو او ماډلونو په ګډون لږ تر لږه د ۲۰ نورو پېژندل شویو کسانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي. په ټوله کې تر اوسه د ۳۸ کسانو د نیولو حکم ورکړل شوی دی.

دغه حکمونه د هغه قانون له مخې صادر شوي چې د وسله‌والو ځواکونو په وړاندې تحرکات منع کوي.

XS
SM
MD
LG