د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د نجونو د فوټبال غوره لیګ؛ نن 'اینده جوړوونکي' او 'د کابل ځوانان' لوبېږي


ارشیف، کابل کې د نجونو د فوټبالی سیالۍ
ارشیف، کابل کې د نجونو د فوټبالی سیالۍ

په پام کې ده د نجونو د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن هم په کابل کې دوه ټیمونه سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه پرون ازادي راډیو ته وویل: "نن [یکشنبه] د اینده جوړوونکو او د کابل ځوانانو د نجونو لوبډلو ترمنځ مسابقه کېږي. دا د لومړۍ اوونۍ درېیمه مسابقه ده. پرون د نجونو شریفي سپورټ لوبډلې د افغان کلب په وړاندې شپږ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه او لومړني درې امتیازونه‌یې ترلاسه کړل."

د نجونو د فوټبال غوره لیګ مسابقې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې.

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د افغانستان د فوټبال اتلانو د لیګ دوهم پړاو مسابقه روانه ده.

په پرونۍ مسابقه کې د سرپل اف. سي خدیم لوبډلې دوه د یو په وړاندې د فاریاب خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نن به د کندز واحدي ځوانان او د تخار موج ساحل لوبډلې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG