د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۲۵

یوسف زاده استعفا کړې؛ دفاع وزارت: مشرتابه کې به د ښځو ونډه کمه نه شي


منیره یوسف زاده

لومړۍ افغانه ښځه چې د دفاع وزارت د مرستیالۍ مقام ته رسیدلې وه، استعفا یې ورکړه.

د دفاع وزارت د روزنې او پرسونل له معینیت نه د منیرې یوسف زاده له استعفا وروسته یادې مسئلې ته ډېره پاملرنه واوښته چې د امنیتي ارګانونو په مشرتابه کې د ښځو دریځ څرنګه تأمینیږي.

مېرمن یوسف زاده اعلان کړه چې د خپل شخصي تصمیم له مخې له دندې مستعفي شوې ده.

د دې له استعفا یوه ورځ وروسته د امنیتي ارګانونو ویاندویانو ویلي چې د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د ښځو شمېر ډېر دی.

دفاع وزارت کې د مېرمنو ونډه

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د شنبې (د وري ۱۴مه) په ورځ ازادي رادیو ته وویل، اوس هم د دغه وزارت د مشرتابه په بېلابېلو برخو کې ښځې شته.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

ښاغلي امان زیاته کړه: "ښځې په مشرتابه پوستونو لکه د دفاع وزارت په قرارګاه او د ولایتونو په قول اردوګانو کې د رئیس، جنرال، افسر او بریدمل په توګه فعالیت کوي، دفاع وزارت هڅه کوي دغه وزارت کې د ښځو شتون له ۱۵ نه تر۲۰ سلنې پورې ورسوي."

ښاغلي امان وویل، ښځې همدا اوس په رزمي، اداري، مالي، عملیاتي او استخباراتي برخو کې فعالې دي.

د ده په خبره دمګړۍ په۲۰۰ زره کسیزه ملي اردو کې کابو ۳۰۰۰ ښځې کار کوي.

  • کورنیو چارو وزارت کې د مېرمنو ونډه

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې اوس نږدې ۴۰۰۰ ښځې د دغه وزارت په بېلابېلو څانګو کې په دندو بوختې دي.

یوه افغانه پولیسه
یوه افغانه پولیسه

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل، دا وزارت تصمیم لري چې مشارکت ته د رسېدو په پار، د ښځینه پولیسو شمېر لس زرو ته ورسوي.

له بلې خوا د پوځي چارو پوهان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو د شته والي پر اهمیت ټینګار کوي وايي، له اوسني وضعیت لپاره دې په وسله والو ځواکونو کې له ښځو استفاده وشي.

عطیق الله امرخېل وایي: "په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو موجودیت یوه اړتیا او مهمه ده. اوس ښځو لپاره دغو بنسټونو کې د فعالیت زمینه برابره شوې ده."

شنونکی عطیق الله امرخېل
شنونکی عطیق الله امرخېل

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د کورنیو له خوا په امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د فعالیت ډېر ملاتړ نه کېږي.

مخکې له دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو له ځورونو شکایتونه شوي دي، خو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسؤلینو ویلي چې امنیتي ځواکونو کې به د ښځو د ځوروونکو پر وړاندې شدید اقدام کېږي.

اوس په دغو بنسټونو کې د ښځو د کار وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

XS
SM
MD
LG