د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

حزب اسلامي: که افغان حکومت مو غوښتنې ونه مني لاریونونه ولایتونو ته پراخوو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د حزب اسلامي پلویانو په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې له افغان حکومته د کړیو ژمنو د عملي کېدو، د خپلو بندیانو د ازادېدو، د جګړې د ودرېدو او د جمهور رئیس د استعفا غوښتنه وکړه.

دوی وايي، افغان حکومت د حزب سره په شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دې حزب بندیان یې نه دي خوشې کړي.

لاریون کوونکی عبدالحی فقیري وايي: "دوی ژمنه کړې وه چې د هوکړه لیک له امضا وروسته به په ۴۰ ورځو کې د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کوي، اوس یو شمېر محدود ازاد شوي او شااوخوا ۳ زره نور د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې دي."

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم چې د دې لاریون مشري یې کوله وايي، هغه ژمنې چې حکومت د شوې هوکړې له مخې کړې وې نه دي عملي کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

هغه وايي، د حزب بندیان اوس هم په بند خونو کې دي او باید ژر تر ژره خوشې شي.

ښاغلي حکمتیار وویل: "دغو لاریونونو ته تر هغې دوام ورکوو څو زموږ غوښتنې نه وي منل شوي:

  • لومړی باید ټول بهرني ځواکونو د هوکړې له مخې ووځي.
  • دوهم داسې یو حکومت دې رامنځته شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
  • او درېیم دا حق باید افغانانو ته ورکړل شي چې خپل راتلونکي د ټاکنو لارې وټاکي."

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مينه پال وايي، د قدرت د انتقال پروسه په اساسي قانون کې روښانه ده.

مینه پال زیاته کړه: "افغانستان له نېکه مرغه اساسي قانون لري او دغه قانون بیا د قدرت د انتقال لاره روښانه کړې، افغانان له تېر څخه ترخې خاطرې لري او تېر ته بیا نه ګرځي، د حکومت اراده د سولې په برخه کې روښانه ده."

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مينه پال
د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مينه پال

له دې وړاندې د سولې کمېسیون مشر ضیاء الحق امرخېل ازادي راډيو ته ویلي و چې د حزب اسلامي له ۷۴ بندیانو پرته چې هغه هم په قاچاق، سړي تښتونه، نشه یې توکو سره په تړاو او له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي بندیان دي، نور پاتې ټول په څو مرحلو کې خوشې شوي دي.

د هغه په خبره، نوموړي یوه میاشت وړاندې له ښاغلي حکمتیاره د هغو بندیانو نومونه غوښتي وو چې په بندخونو کې بندیان دي، څو برخلیک یې روښانه شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ۱۳۹۵ کې له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاس لیک کړ.

حزب اسلامي سره په هوکړه لیک کې:

  • د بندیانو ازادېدل.
  • د حزب اسلامي کډوالو ته د سرپنا جوړول.
  • د وژل شوېو او معیوبینو وارثینو ته د حقوقو ورکړه
  • او په امنیتي او دفاعي لیکو کې د حزب اسلامي د کدرونو جذب هغه څه و چې په دې هوکړه لیکې مهمې مادې یادې شوې وې.

دغه لاریون په داسې حال کې پیلېږي چې د یاد حزب پلویانو میاشت وړاندې دې ته ورته لاریون کې ویلي وو، که یې تر لسو ورځو غوښتنې افغان حکومت ونه مني په کابل او نورو ولایتونو کې به پراخ لاریونه وکړي.

XS
SM
MD
LG