د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د دوهم پړاو د سیالیو په دوام کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) د فاریاب خراسان او د تخار د ساحل څپه لوبډلې مخامخ کېږي.
د دې سیالۍ په اړه چې په مزارشریف ښار کې کېږي، د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل: "نن په بلخ کې مسابقه کېږي او په دې لسمه مسابقه کې د فاریاب خراسان او د تخار د ساحل څپه لوبډلې مخامخ کېږي."
د دې سیالیو درېیم پړاو به په هرات کې وي.