د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

کرکټ؛ د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې اسټراليا ته ماتې ورکړه


ارشیف
ارشیف

د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې په دوهمه نړيواله شل اووره لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه لوبلړۍ ١-١ مساوي شوه.

په دې لوبه کې پچه نیوزيلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې.

د نيوزيلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ٤ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړې فرانسس ماکي وټاکل شوه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې بریا خپله کړې وه.

درېیمه لوبه به د اپريل په لومړۍ نېټه یعنې سبا پنجشنبې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG