د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۷

مزارشریف کې د فوټبال سیالۍ او کابل کې د وشو لوبې ترسره کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیګ دوهم دور سیالۍ به نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) هم په مزارشریف ښار کې دوام وکړي.

دا لوبې پرون پیل شوې چې په هغه کې د سرپل مولانا محمد خدیم لوبډلې پنځه د درې په مقابل د تخار موج ساحل لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننیو لوبو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا سیالۍ پرون مازدېګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر یوسف کارګر په حضور کې پیل شوې او د نن مازدیګر په لوبو کې به د کندز د جوانان واحدي د فوټبال لوبډله د خراسان فاریاب پر وړاندې سیالي وکړي."

د یوه بل خبر له مخې نن په کابل کې د وشو لوبې ترسره کېږي، دې لوبو کې شااوخوا درې سوه ورزشکاران برخه اخلي.

د افغانستان د وشو فدراسیون مشر سیدرحمن یورش وویل چې د دې سیالیو هدف د ځوانانو د منتخبې لوبډلې لپاره د ۲۴ تر ټولو غوره لوبغاړو ټاکل دي.

دا لوبې پنځه ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG