د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د پکتیا ۳۰ زره نجونې او هلکان به ښوونځیو کې شامل شي


پکتیا کې یو شمېر نوي زده کوونکي
پکتیا کې یو شمېر نوي زده کوونکي

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې نوي ښوونیزکال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځیو کې شامل شي.

دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.

بل لوري ته ځايي خلک دې کار لپاره تیاری ښيي خو غوښتنه کوي چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هوارولو ته دې پاملرنه وشي.

د پکتیا پوهنې ریاست، مدني فعالانو او قومي مخورو، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

پکتیا کې کمپاین
پکتیا کې کمپاین

نن د سې شنبې (د وري ۱۰مه) په ورځ د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي ازادي راډیو ته وویل، د دوی د دې کمپاین څخه موخه دا ده چې د ښوونځي د عمر برابر ماشومان له زده کړو بې برخې نه شي او کورنۍ وهڅیږي چې د خپلو نږدې سیمو په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو نوملېکنه وکړي.

کوچي ځاځي وویل: "د پکتیا د پوهنې ریاست د ۱۴۰۰ښوونیز کال لپاره پلان لري چې ۳۰زره هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر يې پوره کړی وي، هغه مو په ښوونځیو کې شامل کړو چې نیمايي به يې نجونې وي، د دې لپاره دغه موټریز کاروان چې راوتلی، د پټان پوهنیز کاروان په نوم باندې، موږ له خلکو غواړو څو خپل ماشومان که نجونې او یا هلکان په خپلو نږدې ښوونځیو کې يې شامل کړي. "

د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي دي، له ډلې روف خان وايي:"دا موټریز کاروان مو د دې لپاره تیار کړی چې د لېرې پرتو سیمو خلک د پوهنې لورته راوبولو او د پوهنې لمن پراخه کړو، څو نالوستي خلک چې پاتې دي، د تعلیم څخه برخمن شي، خلک په دې پوهیدلي چې د رڼايۍ لاره او زموږ د خلاصون یواځینۍ لاره پوهنه ده. "

د پکتیا اوسیدونکي وايي، که په نړۍ کې د یو سیال هېواد د وګړو په توګه ژوند کول غواړو نو باید خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړو.

د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي
د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي

که له یوې خوا مدني فعالان، قومي مخور او روڼ اندي د عامه پوهاوي د برنامو له لارې کورنۍ هڅوي چې هغوی خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي، بل لوري ته د ښوونیزو توکو کمښت بیا پوهنیز بهیر اغېزمن کړی دی.

د پکتیا یو قومي مشر زلمی وايي، د ولسونو غوښتنه دا ده چې خلکو ته په کلیو او نږدې سیمو کې ښوونځي جوړ شي او کوم ځای کې چې ښوونځي ودانۍ نه لري، هلته ورته ودانۍ جوړې شي.

ده وویل، د وطن، کور او کلي اصلي ابادي په تعلیم باندې ده، ځکه جهل او نا پوهي تیاره ده.

د څمکنیو د سیمې یو ښوونکی عاشق الله ځلاند هم وايي چې د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونکو د کمښت ستونزه جدي ده.

نوموړی زیاتوي، دوی په خپل لومړنۍ ښوونځي کې چې تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي په کې زده کړې کوي، ۵ ښوونکي لري چې دا يې یوه بېلګه ده.

د مسوولینو په وینا سره له دې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له ۶ کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي د طالبانو له لوري تړل شوي، خو د پوهنې چارواکي تمه څرګندوي چې د دوی او د سیمې د مخورو په هڅو به سږ کال یاد ښوونځي بیرته د نجونو پرمخ پرانېستل شي.

په پکتیا کې ټول ۲لکه ۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي
په پکتیا کې ټول ۲لکه ۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

یاده دې وي چې په پکتیا کې ټول ۲لکه ۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ۷۳ زرته تنه يې نجونې دي.

د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۱ حکومتي ښوونځي او ۴۸ خصوصي ښوونځي فعالیت لري.

سږکال د پکتیا د ښوونځیو له دولسمو ټولګو ۴۷۸۲ تنه فارغ شول چې نږدې ۴۵۰ تنه نجونې وې.

XS
SM
MD
LG