د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: جګړه کې ښکېل لوري له بشر حقونو سرغړونه کوي


د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د بشر حقونو له نړیوالو اصولو نه په سرغړونو تورن کړي دي.

د دغه کمېسیون په باور د جګړې قوانین، په تېره د ملکیانو او ښځو خوندیتوب نه‌رعایت کېږي او ښځې او ماشومان د روانې جګړې اصلي قربانیان ګڼي.

د یاد کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان د جګړو قرباني شوي دي.

د یاد کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو د قرباني کېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اوربند وکړي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د روان تاوتریخوالي او جګړې اصلي قربانیان ښځې، ماشومان، ځوانان او هغه کسان دي چې په جګړه کې ښکېل نه‌دي. دوی په هوايي بریدونو، ماین چاودنو او جګړو کې وژل کېږي او ټپیان کېږي. له همدې امله په جګړه کې له ښکېلو خواو غواړو چې د ملکیانو د قرباني کېدو د مخنیوي لپاره سمدستي اوربند وکړي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار ولایت کې په یوه وسله‌واله حمله کې د دغه ولایت د پولیسو د ۱۱مې حوزې د جنايي امر امېندواره ښځه ووژل شوه.

دغه حمله هغه مهال وشوه جې د ۱۱مې حوزې جنايي امر خپله مېرمن د زېږون لپاره روغتون ته لېږدوله. په دغه حمله کې د پولیسو امر او د مور په نس ماشوم ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ د خوست ولایت د صبریو د ولسوالۍ اوسېدونکو او طالبانو، امنیتي ځواکونه د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولسوالۍ د ۲۰ کسانو په وژلو تورن کړل، خو دغه ادعا امنیتي ځواکونو رد کړه.

مدافع وکیل او د ماشومانو د حقونو فعال رفیع نادري ازادي راډیو ته وویل، د جنوا د کنوانسیون له مخې په جګړه کې ښکېلې ډلې باید د ملکیانو حقوق، امنیت او سلامتیا تضمین کړي.

ښاغلی نادري وايي: "دوی (ښځو او ماشومانو) ته چې هر زیان ورسېږي، جنګي جنایت او د جنوا د کنوانسیون مخالف ګڼل کېږي."

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د جګړې د اصولو رعایت او د ملکیانو خوندیتوب د دوی په لومړیتوب کې دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وايي: "په ځینو مواردو کې دښمن د غیر نظامیانو د هستوګنې له کورونو نه د حملو لپاره استفاده کوي، موږ یې منو چې په غیر عمدي توګه غیر نظامیاو ته زیان رسېدلی، خو په ټوله کې د جنګ د اصولو رعایت زموږ لومړیتوب دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي رادیو ته په استول شوي پیغام کې د ملکیانو په وژنه کې د دوی لاس لرل رد کړي او حکومت‌یې د بشر له حقونو په سرغړونه تورن کړی دی.

افغانستان د ۱۹۴۹ کال راهیسې دجنوا د کنوانسیون غړی دی چې له مخې یې په جګړه کې ښکېلې خواوې مکلفې دي څو ملکیانو ته له مالي او ځاني زیان رسولو ډډه وکړي او د ملکي کسانو په تېره د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته ځانګړي اقدامات وکړي.

خو د ملکي کسانو وژنو تل انتقادونه رامنځته کړي او په جګړه کې یې ښکېلې خواوې د نړیوالو کنوانسیونونو او د بشر د حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG