د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

افغان پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نېکزاد مړ شو


اکبر نېکزاد
اکبر نېکزاد

افغان پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نېکزاد د ۵۵ کلنو په عمر په جلا وطنۍ کې په جرمني کې ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، نوموړی په کرونا ویروس اخته شوی و.

خو اکبر نېکزاد څوک و؟

اکبر نېکزاد، د خپل عمر ډېره برخه د افغان موسیقي لپاره کار وکړ. نېکزاد په ۱۳۴۵ لمریز کال په کابل کې وزېږېد.

پلازمېنه کې یې ښوونځی ولوست او د دري ادبیاتو په برخه کې یې لوړې زده‌کړې وکړې.

نوموړي له زده‌کړو سره هم‌مهاله سندرې هم ویلې.

هغه د افغانستان یو له نوموتو سندرغاړو څخه و او د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون په ارشیف کې ډېرې سندرې لري.

اکبر نېکزاد د خسرو خوبان، مقام صبر او مست ناز په نوم د سندرو البومونه لري.

نوموړی د ډېریو نورو افغانانو په څېر د کورنیو جګړو پر مهال خپل وطن پرېښود او جرمني ته کډه شو چې د عمر تر وروستۍ ورځې پورې په هغه هېواد کې پاتې شو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره یو ستره ضایعه بللې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر هم د یوه پیغام له لارې د نوموړي مړینه د افغانستان موسیقۍ ته ستر ضایعه یاده کړې ده.

طاهر زهیر، سرپرست وزیر وزارت اطلاعات و فرهنگ
طاهر زهیر، سرپرست وزیر وزارت اطلاعات و فرهنگ

د دې وزارت د موسیقي برخې مشر عرفان احسان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، اکبر نېکزاد د کرونا ویروس له امله وفات شو.

هغه وايي: "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو له ځوانو سندرغاړواکبر نېکزاد چې په جرمني کې یې ژوند کاوه د کرونا ویروس له امله وفات شو، د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د اکبر نېکزاد مړینه یوه ستره ضایعه بولي."

په همدې حال کې سندرغاړی رسول زمری چې د اکبر نېکزاد ملګری هم و وايي: "اکبر نېکزاد یو مینه‌ناک سندرغاړی و، هغه له موسیقي سره بې‌کچې مینه درلوده. هغه په ۵۷ او ۵۸ کلونو کې د ځوانانو په یوه شورا کې موسیقۍ ته مخه کړه، زه هغه وخت د ملي راډيو ټلوېزیون د سندرو د اورېدو هیئت وم، دی له همغه ځایه وځلېد او خپل عالي هنر یې وړاندې کړ او په ډېر کم وخت کې یې ډېر شهرت پیدا کړ."

د اکبر نېکزاد همغاړي سندرغاړي هغه یو با احساسه سندرغاړی ګڼي او وايي، هنر به‌یې تل ژوندی وي.

XS
SM
MD
LG