د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

سوئز کانال کې د بندې پاتې شوې بېړۍ یوه برخه خلاصه شوه


سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ
سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ

د سوئز کانال مشر اسامه ربیع وایي، د دوی هغه بېړۍ چې له څو ورځو راهیسې په سوئز کانال کې بنده ده، اوس‌یې یوه برخه خلاصه شوې.

له دې سره هیلې زیاتې شوي چې د بېړیو د تګ راتګ دغه مهمه لاره به بېرته خلاصه شي، خو نه‌دي ویل شوي چې په کومه ورځ.

دا بېړۍ چې زرګونه کانتینر په‌کې بار دي او ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۵۹ متره بر لري شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مارچ په ۲۳مه په دې کانال کې بنده پاته شوه، له دې سره هغه سمندري لاره وتړل شوه چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل ترې تېرېږي.

والسټریت ژورنال ورځپاڼې د مسؤلو چارواکو له قوله ویلي، هغه بېړۍ لا هم خپل کار ته دوام ورکوي چې د بندې شوې هغې د ټېله کولو لپاره په کار اچول شوي.

د بندې شوې بېړۍ یوه برخه وروسته له هغه خلاصه شوه چې ۱۰ نورو وړو بېړیو د اوبو د لوړ مدو جزر په مرسته مخته شاته کړه.

سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ
سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ

پر فېس‌بوک خپره شوې یوې وېډیو کې لیدل کېږي چې د بېړۍ یوه حصه ښوري او د بند شوي کانال یوه برخه خلاصوي.

په وېډیو کې هغه چېغې او نارې هم اورېدل کېږي چې د ژغورنې کارکوونکي یې د خپل کار د بریا لپاره وهي.

د سوئز کانال د یوې برخې د خلاصون خبره نن داسې مهال خپره شوه چې له پرون راهیسې د بندې پاته شوې بېړۍ د ژغورنې چارې ګړندۍ شوي.

د سوئز کانال چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ژغورونکو د بېړۍ باډۍ ته نږدې ۱۸ متره لاندې د سمندر د تل د کېندنې هڅې پیل کړي.

د مصر چارواکو اندېښنه ښودلې که د بېړۍ د ژغورلو چارې بریالۍ نه‌شي، اړ دي چې د بار نږدې ۱۸ زره کانتینرونو یوه برخه په کرین له بېړۍ ښکته کړي.

دا عملیات بیا څو ورځې وخت غواړي او دغلته د نړیوالې بېړۍ چلونې چارې نورې هم ځنډوي.

سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ
سوئز کانال کې بنده پاتې شوې بېړۍ

دې بېړۍ همدا مهال د ۳۲۰ هغو نورو سوداګریزو بېړیو لاره بنده کړې چې غواړي له دې کاناله تېرې شي.

د سوئز کانال ۱۹۳ کیلو متره اوږدوالی لري او د نړۍ ټولټال ۱۲ فیصده سوداګري له همدې لارې کېږي.

XS
SM
MD
LG