د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۰۳

نشنل انټرسټ: افغانستان کې د قدرت شراکت د بایډن ادارې د نوې ستراتېژۍ محراق کې ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هېل

هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن پر تازه څرګندونو لیکنه خپره کړې چې له شکونو سره مخامخې شوې دي.

جو بایډن تر ولسمشر کېدو وروسته تېره پنجشنبه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه به خپل پوځیان وباسي، خو دا پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده، چې کله؟

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکايي ځواکونه به راتلونکی میلادي کال هم په افغانستان کې پاتې وي؟ وویل داسې فکر نه‌کوي.

هېل ورځپاڼې لیکلي، تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې او ژمنې شوې دي، خو بیا هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور دوام کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس جو بایډن د امریکا د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان هم دی، که وغواړي کولای شي سپارښتنه وکړي چې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د لیکنې په دوام لولو، جو بایډن د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په څېر په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خنډونو سره مخامخ دی.

لیکوال ویلي چې د امریکا د پوځي قوماندانانو او د کانګرس د غړو شدید خبرداری هم د بایډن په وړاندې د پرتو خنډونو یوه برخه ده.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې دا مهال په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو شمېر ۲،۵۰۰ ته رسېږي، خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې دغه شمېر ۳،۵۰۰ یاد شوی دی.

د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره په قطر کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې په پام کې ده، ټول امریکايي ځواکونه د طالبانو له‌خوا د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په چارو کې د ضمانتونو په بدل کې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

خو د جو بایډن ادارې لا هم په دې اړه خپله نهايي پرېکړه نه‌ده اعلان کړې، بایډن یوازې ویلي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل به ګران کار وي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ ورځپاڼې هم د افغانستان د جګړې او سولې پر موضوع په یوه لیکنه کې په افغانستان کې د قدرت شراکت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه موضوع د بایډن د ادارې د نوې ستراتېژۍ په محراق کې ده.

په پام کې ده په دې اړه په راروانو څو ورځو کې په ترکیه کې هم په یوه غونډه کې بحث وشي.

لیکوال زیاتوي، غوره به دا وي چې دواړه لوري د قدرت د شراکت په اړه له مشخصو وړاندیزونو سره وازمویل شي.

د نشنل انترسټ په لیکنه کې عادي ژوند ته د طالبانو د راګرځېدو موضوع ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې په څو مرحلو کې دې یو متحد ځواک رامنځته شي.

لیکوالانو په سیاسي، مقننه او اقتصادي برخه کې هم د قدرت د شراکت پر موضوع مفصل بحث کړی دی.

دوی دا نتیجه اخیستې، په افغانستان کې بېلابېل اقوام ژوند کوي او هغه نظامونه چې پر ټولو اړخونو یې یوازې خپله کنټرول درلود ناکام شوي، د لیکوالو په باور ښايي غیر متمرکز ولسواک نظام یوازنی انتخاب وي.

دا لا معلومه نه‌ده چې کومه طرحه به کله عملي کېږي، خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې په افغانستان کې لا هم سراسري اوربند چې د افغان حکومت، اکثرو خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، نه‌دی نافذ شوی.

XS
SM
MD
LG