د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۵

غزني کې د کمال خان بند په تړاو د کونګفوتوا سیالۍ پای ته ورسېدې


غزني ولایت کې د کمال خان بند پرانیستې په ویاړ د کونګفوتوآ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

په غزني ولایت کې د کمال خان بند پرانېستې په ویاړ د کونګفوتوا پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د اولمپیک امر باچاخان هزبر وايي، دغه سیالۍ د غزني ولایت د ورزشي امریت په مرسته تنظیم شوې وې.

د ده په خبره، په دغه سیالیو کې د غزني ولایت له شل ورزشي کلپونو څخه ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخېستې وه.

دغه سیالۍ له دوو ورځو راهیسې پیل شوې وې او د شنبې (وري ۷مه) په ورځ پای ته ورسېدې.

د دغه سیالیو نندارې ته سوونه کسان راغلي وو.

XS
SM
MD
LG