د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۴

فوټبال؛ نن 'استقلال کابل' او د جبل السراج پروان' سره لوبېږي


ارشیف

د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیګ سیالیو په دوام د استقلال کابل او د جبل السراج پروان لوبډلې نن یکشنبه (د وري ۸مه) سیالي کوي.

په پرونۍ لوبو کې استقلال کابل، خوست د اتلانو کلوب ته صفر د درې په مقابل کې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو دوهم پړاو په بلخ او هرات کې ترسره کېږي: "د اتلانو لیګ سیالیو دوهم پړاو د وري له لسمې نېټې څخه په بلخ ولایت کې پیلېږي او وروسته د وري د ۱۸ مې نېټې څخه په هرات ولایت کې تعقیبیږي."

د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیګ تېره اوونۍ پیل شوی.

XS
SM
MD
LG