په هرات کې نن شنبه (د وري ۷مه) د کانفو لوبې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د کانفو فدراسیون رئیس احمد فیضي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
نوموړي وویل چې سیالۍ د یوې ورځې لپاره په اتو کټګوریو کې د ١٢ کلپونو ترمنځ وشوې.
سیالۍ د ځوانانو ، تنکیو ځوانانو او لویانو ترمنځ وشوې.
ښاغلی فیضي وایي، د دې لوبو هدف د کمال خان بند له پرانېستې هرکلی او د غوره لوبغاړو ټاکل وو.