د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

میدان وردګ کې برمته شوي خلک؛ د شمېر په اړه یې د چارواکو ضد و نقیض نظرونه


د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند برمته شوي کسان ۱۱ یادوي
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند برمته شوي کسان ۱۱ یادوي

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څه باندې لس ملکي کسان دوه اوونۍ وړاندې برمته کړي دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې یاد ملکي کسان وسله والو طالبانو د میدان ښار او جلرېز ولسوالۍ ترمنځ د زیولاتو سیمه کې له موټره کښته کړي او له ځانه سره یې بیولي دي.

حاجي محمد هوفیاني برمته شوي کسان ۱۱ یادوي: "شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د میدان وردګ او جلرېز ترمنځ سیمه کې ۱۱ ملکي کسان برمته کړي وو چې له ډلې یې۴ تنه بېرته طالبانو خوشې کړل، خو ۷ تنه لا هم ورسره بند پاتې دي."

د جلریز ولسوالۍ ولسوال اباسین سروري بیا د برمته شوېو کسان شمېر ۱۶ تنه یادوي.

نوموړی وايي، وسله والو طالبانو د یادو برمته شوېو کسانو له ډلې ۹ تنه بېرته خوشې کړي او ۷ تنه لاهم ورسره دي: "د حوت په ۲۳ مه نېټه وسله والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ په زيولات سیمه کې ۱۶ ملکیان برمته کړي چې له ډلې یې ۹ تنه بېرته طالبانو خوشې کړي او ۷ تنه لا هم ورسره بند پاتې دي، طالبان یاد ملکي خلک د دولت سره د همکارۍ په تور نیولي دي."

خو د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک بیا ازادي راډيو ته وویل چې جلرېز ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د برمته شوېو کسانو شمېر ۸ تنه دی او په وینا یې یو هم نه دی خوشې شوی.

میدان ښار
میدان ښار

دی وايي: "د یوه طالب ورور دولت په جلرېز ولسوالۍ کې له موټره کښته کړ او وروسته یې باګرام زندان ته یووړ، اوس د هغه زنداني کس ورور چې خپله طالب دی او د جلرېز ولسوالۍ د طالبانو استخباراتو مسؤل هم دی، یاد ملکي کسان يې د خپل ورور په بدل کې برمته کړي دي."

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکي وايي، د یاد ملکي کسانو د خوشې کېدو لپاره د قومي مخورو پرمټ یې هڅې پیل کړي او په خبره چې ډېر ژر به خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم دغلته وسله والو طالبانو لسګونه ملکي کسان برمته کړي وو.

XS
SM
MD
LG