د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا ضد اعتراضونو د شپږم ځل لپاره دوام وکړ


ارشیف، بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا ضد اعتراضونه
ارشیف، بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا ضد اعتراضونه

په بلاروس کې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې له انتخاباتو راوروسته چې الکساندر لوکاشینکا په‌کې ځان د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان کړ، اعتراضونه روان دي.

مظاهره‌چیان وايي، د اګسټ میاشتې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده. دوی د الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د بیاځلي انتخاباتو غوښتونکي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (د مارچ ۲۵) چې په ۱۹۱۸ کال کې د لنډ وخت لپاره د بلاروس د خپلواک هېواد د تأسیس ورځ وه، پر خپله ټویټرپاڼه وکښل: "موږ په مبارزه کې د بلاروس ترڅنګ ولاړ یوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس

د بلاروس د اپورېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا چې په تبعید کې ده، وايي د خپل هېواد له خلکو یې غوښتي چې د ولسواکۍ د احیا لپاره مظاهرو ته دوام ورکړي.

د هغې پلویان وايي چې نوموړې د تېر کال د اګسټ د نهمې په انتخاباتو کې بریالۍ شوې وه.

تر اوسه پورې د مېرمن تیخانوفسکایا په مشرۍ د مظاهرو په لړ کې د بلاروس د حکومت د ځپنو په نتیجه کې تر ۳۰ زره ډېر کسان نیول شوي دي.

اغلې تیخانوفسکایا د مارچ په ۲۳مه په یوه وېډیويي وینا کې د بلاروس خلکو ته وویل: "ګرانو بلاروسانو، د ځان په اړه په دې وخت کې د یو کال پخوا په هکله فکر وکړئ. تاسو له دې حقیقته ستړي شوي یاست چې دولت تل خلکو ته دروغ وايي او هغوی تحقیروي. تاسو په خپلو پخلنځیو کې ږغېږئ چې نور داسې ژوند نه‌شئ کولای، خو باور نه‌لرئ چې کوم شی بدلولی شئ. تاسو لا هم تصور نه‌شئ کولای چې دوه میاشتې وروسته به څه پېښ شي. زموږ لپاره به نوی ژوند په دوبي کې پیل شي."

د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا
د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وايي چې تر ۲۹۰ ډېر بلاروسان سیاسي بندیان دي.

ده د ماریا کالسنیکاوا او ایهارلوسیک د وضعیت یادونه وکړه.

پر ماریاکالسنیکاوا ملي امنیت ته د خطر تور پورې شوی، خو د هغې ملاتړي دا تور بې‌اساسه بولي.

XS
SM
MD
LG