د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

پر کابل پوهنتون برید؛ ټپي محصلین لا نه دي رغیدلي، بل طراح یې هم ونیول شو


د ننګرهار والي وايي، نیول شوی کس حضرت علي نومېږي چې په ابو سعید اعظم هم مشهور دی.
د ننګرهار والي وايي، نیول شوی کس حضرت علي نومېږي چې په ابو سعید اعظم هم مشهور دی.

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی.

ضیاالحق امرخېل د پنجشنبې (د وري ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوی کس حضرت علي نومېږي چې په ابو سعید اعظم هم مشهور دی.

۲۳ کلن حسیب د کابل پوهنتون د عامه پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصل د کابل پوهنتون په برید کې چې د تېر لمریز کال د لړم په ۱۲مه وشو له خپلو شااو خوا ۴۰ ملګرو سره ټپي شو.

پر کابل پوهنتون د یوه ټولګي حال
پر کابل پوهنتون د یوه ټولګي حال

په دې برید کې ۲۲ تنه نور ووژل شول.

نوموړی د پنځو میاشتو په تېرېدو لا هم روغ شوی نه دی او له هغې ورځې ترخې خاطرې لري.

پر کابل پوهنتون د برید بل طراح 'سعید اعظم' د ننګرهار په اچین کې ونیول شو

هغه وايي، د بریدګرو د ډزو پرمهال درې مرمۍ یې په پښو او یوه په لاس ولګېده او د جګړې پر مهال له برید ګرو په دوه مټرۍ کې د یو میز شاته پټ شوی و.

نوموړی وايي: "ما چې کله ځان له پنجرې را وغورځاوه، پولیسو ډزې پیل کړې، خو پولیس له دې بې خبره چې زه یو نیم متر له پنجرې ښکته پټ وم، ضربه يي ډزې ودرول شوې، د دې لپاره چې هغو نه غوښتل مهمات یې خلاص شي، په دهلېزونو کې یو-یو ډز کېده، دې وخت کې افغان امنیتي ځواکونه را ورسېدل او خپلې کشفي الوتکې پورته کړې ما هم دغو طیارو ته لاس پورته کړ."

پر کابل پوهنتون ډله ییز برید
پر کابل پوهنتون ډله ییز برید

د حسیب په څېر شااوخوا ۴۰ نور محصلان هم دې برید کې ټپیان شوي وو.

د کابل پوهنتون یو استاد وايي، لا هم له ټپیانو د څلورو حالت ښه نه دی او په روغتون کې بستر دي.

د عامه پالیسۍ پوهنځی په کابل پوهنتون کې یو له تازه جوړ شوېو پوهنځیو څخه و چې ودانۍ یې هم نه درلوده، همدا دلیل و چې د دې پوهنځي محصلان د حقوقو او علومي سیاسي په پوهنځي کې په یوه ټولکي کې درس وایه.

خو د عامه پالیسۍ د پوهنځي رئیس جمال ناصر صابري بیا وايي، اوس دا پوهنځی ودانۍ لري او د تېر لمریز کال په سلواغې میاشت کې ور تسلیم شوه او په کې ټول محصلان په عادي ډول خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

پر کابل پوهنتون د برید پر مهال د ټپي محصلینو څخه یو محصل
پر کابل پوهنتون د برید پر مهال د ټپي محصلینو څخه یو محصل

خو د وژل شوېو محصلانو څوکۍ خالي لا اېښودل شوي دي.

ښاغلي ناصري وویل:" دغه ودانۍ د تېر لمریز کال د دلوې میاشتې په ۲۵مه نېټه پرانېستل شو او هره ورځ محصلین راځي خپل درسونه وايي، له نېکه مرغه نوې جوړه شوې ودانۍ د محصلینو، استادانو او ددې پوهنځي د کار کوونکو ټولې اړتیاوې پوره کړي دي."

په ورته وخت کې د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر کابل پوهنتون د برید یو بل طراح نیولی.

ضیاالحق امرخېل د پنجشنبې (د وري ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوی کس حضرت علي نومېږي چې په ابو سعید اعظم هم مشهور دی.

پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حالت
پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حالت

د ښاغلي امرخېل په خبره، له نیول شوي کس سره یې دوه همکاران هم نیول شوي:"دغه کس همدا راز د داعش ډلې له مشرانو سره په سوریه، عراق او بلجیم هېوادونو کې اړیکې درلودې او د دغې ډلې په ملاتړ یې تبلیغات کول. "

د ننګرهار والي داسې مهال پر کابل پوهنتون د برید د یوه بل طراح د نیول کېدو خبره کوي چې موده وړاندې پر دې پوهنتون د برید اصلي طراح چې عادل نومېږي له خپلو پنځو ملګرو سره په علني ډول محاکمه شول.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

په دوی کې یې دوه تنه په اعدام او څلور نور یې په اوږدمهالې بند محکوم شول.

په همدې حال کې بیا حسیب وايي، ممکن تر راتلونکي څو میاشتو پورې د ده د پښو ټپونه ښه شي، خو د هغې ورځې ترخې خاطرې او د ټولګېوالو نشتون به هېڅکله هم د ده روح او ذهن ارامه نه کړي.

XS
SM
MD
LG