د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۴

د توکیو د پسرلني المپیک سیالیو مشعل روښانه شو


ارشیف

نن پنجشنبه (د وري ۵مه) د توکیو د پسرلني المپیک سیالیو مشعل روښانه شو.

د توکیو د پسرلني المپیک مشعل روښانول او لېږد د جاپان له فوکوشیما ښاره پیل شو.

د ورزشي وېبپاڼو د راپورونو پر بنسټ، دا مراسم د سختو روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره پیل شو او هر مشعل د المپیک کمېټې د لسو کار کوونکو له‌خوا د واټن په پام کې نیولو سره او د پولیسو په شتون کې ولېږدول شو.

په جاپان کې د توکیو د پسرلني المپیک مشعل د لېږد مراسم ۱۲۱ ورځې دوام کوي او د المپیک مشعل به په ۸۵۹ ښارونو باندې ګرځوي.

په پام کې وه چې د توکیو د پسرلني المپیک سیالۍ په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وشي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې دا لوبې وځنډېدې او ټاکل شوې چې د روان کال جولای میاشت کې وشي.

XS
SM
MD
LG