د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

هلمند کې د والیبال سیالۍ پیل شوې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نن پنجشنبه (د وري ۵مه) په هلمند ولایت کې د کمال خان د پرانېستې په مناسبت د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د ملي المپیک کمېټې مطبوعاتي غړی مجیب قاري‌زاده نن ازادي راډیو ته وویل، په دې سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې په ګروپي ډول به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

ښاغلی قاري‌زاده وایي، په لومړی لوبه کې د عصمت لغماني او بست لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې چې په پایله کې عصمت لغماني درې د یو پر وړاندې بریالۍ شوه.

سبا د جوانان امید او تورتانګ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

دا سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG