د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۸

د فوټبال لیګ؛ د 'کابل استقلال' او د 'لغمان ځوانان' لوبډلې لوبېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان فوټبال اتلوالۍ لیګ سیالیو په دوام نن پنجشنبه (د وري ۵مه) غرمه په دوهمه لوبه کې د کابل استقلال او د لغمان ځوانان لوبډلې لوبېږي.

د فوټبال فډراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د پروان جبل السراج او د خوست اتلوالۍ کلپ د یو بل پر وړاندې ولوبېدل چې په پایله کې د پروان جبل السراج لوبډله درې د یو پر وړاندې بریالۍ شوه.

د ښاغلي مشعوف په خبره، د افغانستان فوټبال اتلوالۍ لیګ سیالیو کې د هېواد له شپږو زونونو ۱۲ لوبډلو ګډون کړی.

د دې سیالیو اتله لوبډله که د تخنيکي ورزشي کلپونو معیارونه پوره کړې د اسیا فوټبال جام ته به لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG