د اسپانیا پارلمان موافقه وکړه چې هغه ناروغان چې درملنه یې نه کېږي او له سختو دردونو کړیږي، کولی شي چې له ډاکټره وغواړي چې داسې دوا ورکړي چې دوی مړه شي.
له دې سره اسپانیا په نړۍ کې شپږم او په اروپا کې څلورم هېواد شو چې د مرګ پر بستر پرتو ناروغانو ته د ځان وژلو اجازه ورکوي.
په پارلمان کې پرون پنجشنبه(د کب ۲۸مه) ۲۰۲تنو له دې سره موافقه وکړه او ۱۴۰ تنو مخالفه راییه وکاروله.
د اسپانیا د روغتیا وزیرې کارولینا دریاس د پارلمان دا پریکړه د بشري حقونو د پېژندلو په لور د یوه مهم ګام په توګه یاده کړه، دې وویل، موږ د یوې عادلانه او انساني ټولنې په لور درومو.
پردې لایحې له درې کلونو راهیسې بحثونه و چې څو ځله تعدیل شوه او بالاخره تصویب شوه.
ټاکل شوې ده چې دا قانون د جون له نیمایي وروسته نافذ شي.