د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۴۷

نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالۍ ده


اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د شل اورونو لوبه وشي.

دا لوبه د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ده.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ په متحد عربي اماراتو کې د شل اورونو درې لوبې په پام کې وې چې لومړۍ یوه یې د چهارشنبې په ورځ افغان لوبډلې د اته څلویښت منډو په توپیر وګټله.

ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ شل اووره لوبه سبا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ وشي.

XS
SM
MD
LG