د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۰

سټارز انډ سټرایپس: افغانستان کې د مېلر په نوم د ټولنیزو رسنیو ۹۰۰ حسابونه جوړ شوي


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر
  • سټارز انډ سټرايپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند په وینا لیکي چې دغو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې پر هغو طالبانو بمباري کړې ده چې څو ځله‌یې د افغان حکومت پر ځواکونو بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګېت د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې امریکایي الوتکو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

ساني لګېت په ټویټر کې دا هم لیکلي دي چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې امریکایي ځواکونو ویلي دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، طالبانو له امریکایانو سره د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ، خو لاهم پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د دې تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه په دې شرط د مې تر لومړۍ نېټې ووځي چې طالبان خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

په دې شرایطو کې یو دا دی چې ترهګرو ډلو لکه القاعده ته به اجازه نه‌ورکوي چې له افغان خاورې استفاده وکړي او پر امریکایانو او متحدانو یې بریدونه وکړي او همداراز خلک جذب کړي.

همدې ورځپاڼې، سټارز انډ سټرایپس په یوه بله مقاله کې د ټولنیزو رسنیو مسئله رااخیستې ده او لیکي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په نوم د ټولنیزو رسنیو په سلګونه حسابونه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوازې روان کال د جنرال سکاټ مېلر په نوم نږدې ۹۰۰ حسابونه لکه د ټویټر، فېس‌بوک او انستاګرام جوړ شوي دي.

امریکایي ځواکونه وایي چې دا حسابونه تر ډېره د دې لپاره پرانیستل شوي چې خلک تېر باسي او پیسې ترې غلا کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګېت په ټویټر کې لیکلي دي، جنرال مېلر په ټولنیزو رسنیو کې ښکاره اکاونټونه نه‌لري.

ساني لګېت زیاتوي، که له چا سره د جنرال مېلر په نوم په ټولنیزو رسنیو کې ارتباط نیول شوی وي، په افغانستان کې دې امریکایي ځواکونو ته راپور ورکړي او دا حساب دې بند کړي.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پخوانی عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن په وخت هم د هغهَ په نوم جعلي اکاونټونه په ټولنیزو رسنیو کې جوړ شوي وو، خو د جنرال مېلر په نوم د دې اکاونټونو شمېر ډېر دی.

  • واشنګټن ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه، واشنګتن ټایمز بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مسئلې یوه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، ولسشمر جو بایډن ویلي دي چې دا سخته ده چې د مې تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، د ولسمشر بایډن په وینا تر انتخاباتو وروسته په انتقالي دوره کې نه‌همکاري د ده د بهرني سیاست د خنډ لامل شوې ده.

جو بایډڼ له (اې بي سي) ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، دا هم وویل چې ښایي دا کار وشي، خو دا هڅه اسانه نه‌ده او په دې برخه کې د حکومت دننه او له متحدانو سره سلامشورې روانې دي.

XS
SM
MD
LG