د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د هاکي روسی لوبغاړی 'فیض الدینوف' پرسر د ضربې له کبله ومړ


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پر کنګل د هاکي لوبې یو روسی لوبغاړی پرسر د ضربې له کبله مړ شو.د روسیې د ۱۹ کلنو هاکي لوبغاړو ډلې پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په دې اړه خبر ورکړ.

دغې لوبډلې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تیمور فیض الدینوف د دې لوبډلې غړی وو چې د مارچ په۱۶مه نېټه د ډاکټرانو له ډېرو هلو ځلو سره- سره ومړ.

د دوی په خبره فیض الدینوف د مارچ پر دولسمه د لوبې په ترڅ کې پرسر سخته ضربه وخوړه او پر ځمکې ولوېد .

نوموړی وروسته روغتون ته وړل شوی او درې ورځې وروسته مړ شو.

فیض الدینوف اتلس کلن و او د خپلې لوبډلې له تکړه غړو څخه وو.

د روسیې د هاکي فدراسیون ویلي چې تیمور فیض الدینوف به تل د خپلو ملګرو په زړونو کې وي.

XS
SM
MD
LG