د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۴۷

د کرکټ د ۲۰۲۱کال اسیا جام جون کې ترسره کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې چې د کرکټ د ۲۰۲۱ میلادي کال اسیا جام په جون میاشت کې ترسره شي.

دا ځل د اسیا جام کوربتوب به ځکه د هند پرځای سریلانکا کوي چې پاکستان هند ته له تګه انکار کړی او که پاکستان یې کوربتوب کوي، نو بیا هندوستان وار له مخه په دې لوبو کې د نه ګډون ویلي دي.

دا جام په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره کېده او نېټه یې سېپټمبر میاشت ښودل شوې وه، خو د کرونا له امله ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شو.

بل خوا هندوستان ټایمز لیکلي چې د پاکستان سوداګریزې لوبې که جون میاشت کې پیل شي، نو اسیا جام سره د وخت په لحاظ په ټکر کې راځي او دا ورته ستونزه جوړوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني هم ویلي چې ۲۰۲۱ میلادي کې اسیا جام نه کېږي او ښایي دا جام په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ترسره شي.

اسیا جام په ۱۹۸۴ کې تاسیس شوی، لومړی ځل اتلولي یې هندوستان وګټله او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG