د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۹

د کندز کروندګر وروستي ورښتونه د وچکالۍ پاى لپاره ښه زيرى بولي


د کندز یوه کرونده

په روان کال ژمي کې د ورښتونو کموالی د کندز ولایت کروندګر او بڼوال اندېښمن کړي وو، خو وروستیو پرله پسې ورښتونو کروندګر د وچکالۍ له اندېښنو را وایستل او دا بارانونه یې د راتلونکي فصل لپاره ښه زیری وباله.

د کندز د اقتاش ولسوالۍ ۵۰ کلن بزګر عبدالله چې پرځمکه یې غنم کرلي وایي:"ځمکو ته دا ورښتونه د کود یا پارو په څېر دي. انشالله راتلونکی کال به د غنمو حاصل ښه وي."

وروستیو ورښتونو ته بزګران خوښ دي
وروستیو ورښتونو ته بزګران خوښ دي

ځینې کروندګر بیا په دې باور دي چې د ورښتونو له کبله ځمکو کې مضره حشرې او چینجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړو لامل هم ګرځي.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر محمدعمر په ۴۰ هکتاره للمه ځمکه یې غنم کرلي او وروستي ورښتونه د خپلو کروندو لپاره مهم بولي.

یو شمېر بزګر وايي، د کندز ولایت د غنمو د توليد ډېره برخه پرللمي ځمکو ولاړه ده، هغه ځمکې چې بارانونو او ورښتونو ته اړتیا لري.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي هم وروستي ورښتونه کروندو ته ګټور بولي او زیاتوي چې راتلونکی کال به بزګران له خپلو کروندو ښه حاصل ترلاسه کړي.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق

د دې ادارې رئیس عبدالهادي قرلق وویل: "په کافي توګه ورښتونه وشول، هيله لرو چې بارانونه ادامه پېدا کړي څو راتلوکي کال کې زموږ دهقانان له خپلو کروندو د قناعت وړ حاصل ترلاسه کړي."

کندز د افغانستان په شمال ختیځ کې د هېواد له مهمو کرنېزو ولایتونو شمېرل کېږي چې په کې ۲۳۳ زره هکتاره ابي او څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکې موجود دي او د دغه ولایت زیات شمېر خلک پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي.

XS
SM
MD
LG