د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د غزني یو شمېر اوسېدونکي: لوړ ولور ددې ولایت د ځوانانو ملا ورماته کړه


ارشیف، په عکس ښکاري چې په غزني کې یوه ځوان ته د کوژدنې دستمال راوړی
ارشیف، په عکس ښکاري چې په غزني کې یوه ځوان ته د کوژدنې دستمال راوړی

د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د زیات ولور د اخېستو له ستونزو کړېږي، دوی په دغه دود کې پر لږوالي ټینګار کوي.

۲۰ کلنه راضیه دوه کاله وړاندې کوژدنه شوې، خو له هغه وروسته یې کوژدن(نامزاد) د ولور ګټلو په موخه په مساپرۍ وتلی.

نوموړې وايي، له کوژدن کېدو وروسته اوس خپلې همځولې او د کورنۍ کسان پیغورونه ورکوي او لامل یې د لوړ ولور ناوړه دود ګڼي.

راضیه وايي: "له کوژدنې وروسته مې کوژدن (نامزاد) ایران ته د مزدوري لپاره ولاړ، څو مې پلار ته ولور پوره کړي، پلار مې پر دوی ډېر ولور اېښی او په لږ وخت کې یې نه شي پوره کولی. زه د پیغورونو او تانو له ستونزو سره مخ یم."

راضیه زیاتوي، دې ستونزو کې دی یوازې نه ده راښکېله او په وینا یې ډېرې کوژدنې نجونې شته چې پلرونو یې له خسرګنیو ډېر ولور اخلي.

د کوژدنې دستمال
د کوژدنې دستمال

دا په داسې حال کې ده چې غزني ولایت کې اوس هم په لکونو افغانۍ ولور اخېستل رواج دي.

د دغه ځای اوسېدونکي وايي، د زیات ولور اخېستل زیاتې ستونزې زېږوي او ډېری ځوانان په هر ډول ناسمو کړنو لاس پورې کوي او په ټکو یې که ولور مناسب شي د جنايي پېښو کچه به هم ورسره کمه شي.

قومي تړونونه

هاخوا د غزني د قره باغ او اندړو ولسوالیو ځینو سیمو کې یو شمېر قومونو تړونونه کړي چې له دوه لکه څلوېشت زره نیولی تر درې لکه افغانیو پورې به ټاکلی ولور اخلي، خو پاتې نور ولایت کې د ولور کچه ان تر لسو لکو افغانیو رسیږي.

د غزني ښار
د غزني ښار

یو تن امیرالدین چې په وینا یې د ولور پیسې یې په ډېرې سختۍ ګټلي او بیا یې پرې واده کړی وايي، زیات ولور په دې ولایت کې د ځوانانو ملا ورماته کړې ده.

دی غوښتنه کوي چې د زیات ولور اخېستلو دود کې دې لږوالی راشي.

په غزني کې د ځونانو امریت وایي، زرګونه ځوانان د ولور ګټلو په موخه له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو امر عبدالاحد مرجان خېل زیاتوي، له بده مرغه له دغه ولایته زرګونه ځوانان د ولور ګټلو په موخه له هېواده مساپرۍ ته مخه کوي چې ځینې یې خالي لاس راستنېږي، ځینې په بهرنیو هېوادونو کې له نورو ستونزو سره مخ کېږي او ځینې د انساني قاچاق ښکار ګرځي او یا هم وژل کېږي.

نوموړی وړاندې وايي: "د ولور ګټلو په موخه د هېواد ډېری ځوانان غیر قانوني مهاجرتونو ته مخه کوي، یا له مخالفینو وسله والو سره یوځای کېږي او یا هم په نشه يي توکو روږدي شي."

مولوي محمد یاسین فهیم چې ډېری وخت په خواله رسنیو کې په ناوړه، ټولنیزو او کلتوري دودونو بحث کوي وايي، له نادارو کسانو زیات ولور اخېستل د اسلام له نظره هم منع بلل کېږي.

مولوي محمد یاسین فهیم
مولوي محمد یاسین فهیم

ښاغلی فهیم زیاتوي، ولور باید دومره وي چې ځوان یې له کوژدې کولو وروسته پېټی اخېستلی شي: "که د هلک او ځوان د غربت له معلومېدو سره-سره زیات ولور مقرر شي، نو دا بیا پر هلک بې ځایه پېټۍ دی، ولور باید دومره وي چې ادا کول یې د هغه ځوان په طاقت او قدرت کې وي."

غزني هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د سختو جګړو له امله له فقر، غریبۍ او بې وزلۍ سره مخ دي.

که په دا وروستیو کې د خواله رسنیو ترڅنګ په سریالونو، خاکو، تمثیلو ټوټو او ټوکو ټکالو کې د زیات ولور د اخېستو غندنه کېږي، خو ترڅنګ یې سندرغاړي هم په سندرو کې د کمښت غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG