د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

دفاع وزارت: په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالب جنګیالیو د ادغام امکان شته


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، په افغان امنیتي ځواکونو کې د وسله والو طالبانو د جنګیالیو د ادغام امکان شته.

شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل، د سولې پروسې د بریا په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د ادغام لپاره شرایط مشخص دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل

دی وايي: "که سوله بریالۍ او یوه موافقه وشي، دا د ټولو؛ هم د افغان امنیتي ځواکونو، هم د افغانانو هم د سیمې او نړۍ هیله ده چې سوله باید راشي. په هغه صورت کې هر څوک چې افغان وي او پر شرایطو برابر وي، کولی شي په دفاعي او امنیتي ځواکونو شامل او خپله دنده مخ­ته یوسي. دغه ځواکونه یو لړ شرایط لري، که هر څوک دغه شرایط پوره کړای شي، کولی شي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړي."

ښاغلي میاخېل وویل، د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته هم د طالبانو ګڼ وسله وال په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې مدغم شوي وو.

XS
SM
MD
LG