د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۴

زیمبابوې-افغانستان کرکټ؛ د افغانستان په ګټه لوبه ښه روانه ده


د زیمبابوې-افغانستان کرکټ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د زیمبابوې او افغانستان ترمنځ د کرکټ دوهمه ټېسټ لوبه تر اوسه ښه روانه ده.

په متحده عرب اماراتو کې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۴۵ منډې کړي، خو زیمبابوې توانېدلی تر دوهمې پاڼۍ پورې تر افغانستان ۸ منډې زیاتې وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل:"دوهمه ټېسټ لوبه روانه ده چې نن یکشنبه یې وروستۍ ورځ ده. افغانستان تر اوسه ښه لوبه ترسره کړې. زیمبابوې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په دوهم ایننګ کې ۸ منډې جوړې کړي. افغان توپه اچوونکي هڅه کوي دوی ژر وسوځوي او هدف ترلاسه کړي."

زیمبابوې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

دواړه هېوادونه به په خپلو کې درې یو ورځنۍ نړیوالې مسابقې هم کوي چې لومړۍ به یې را روانه چهارشنبه وي.

XS
SM
MD
LG