د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۹

دفاع وزارت: ډاډه یو، افغانستان به بیا د ۹۰مې لسیزې کورنیو جګړو ته ستون نه شي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لومړی مرستیال وايي، د افغانستان حکومت ډاډمن دی چې له افغانستان سره د ناټو تړون او د امریکا متحدو ایالاتونو تر څنګ د نړیوالو پوځي او نورې مرستې د اوږدې مودې لپاره دوام مومي.

شاه محمود میاخېل وویل، له افغانستان سره د ناټو پوځي همکاري ښايي تر ۲۰۲۴ میلادي کاله دوام وکړي او د امریکا کانګرس هم د روان میلادي کال لپاره د افغانستان په اړه بودجه تصویب کړې ده.

د امریکا کانګرس هم د روان میلادي کال لپاره د افغانستان په اړه بودجه تصویب کړې ده.
د امریکا کانګرس هم د روان میلادي کال لپاره د افغانستان په اړه بودجه تصویب کړې ده.

ښاغلي میاخېل ازادي راډیو ته وویل، نړۍ هم نه غواړي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کورنیو جګړو د وخت په څېر دړې وړې شي: "مرستې دوام مومي؛ سیمه، نړۍ او افغانستان نه غواړي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د ۱۹۹۲میلادي کال په څېر وپاشل شي او افغانستان بېرته کورنۍ جګړې ته لاړ شي. دلته که هر نظام راځي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته اړ دی او خلک د دغو ځواکونو ملاتړ کوي."

له افغانستان سره د ناټو پوځي همکاري ښايي تر ۲۰۲۴ میلادي کاله دوام وکړي.

ښاغلی میاخېل وايي، که نړۍ او د افغانستان متحدان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل بند کړي، افغانستان به د خپلو دغو ځواکونو د تمویل په خاطر د بیارغونې پروژې ودروي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل دا هم وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت ور تر غاړې دی، کال په کال ښې تجربې حاصلوي.

نوموړی زیاتوي: "کال په کال زموږ د امنیتي ځواکونو ظرفیتونه زیات شول. اوس په ښه دریځ کې دي چې ۹۷ فیصده جګړه په خپله پرمخ بیايي. که وګورو زیات وخت د افغانستان په اړه په خپلو محاسبو کې ځینې تحلیلګران او څېړنیز مرکزونه غلط ثابت شوي او تحلیلونه یې پرځای نه وو."

ښاغلی میاخیل وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت ور تر غاړې دی
ښاغلی میاخیل وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت ور تر غاړې دی

د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، القاعده شبکه لا هم د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت لري، خو کومه مشخصه سیمه یې په واک کې نه ده.

وسله والو طالبانو له القاعده شبکې سره د اړیکو لرل رد کړي دي.

ښاغلی میاخېل وايي، که څه هم په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالو غړو شمېر ورمعلوم نه دی، خو فکر کوي چې د دوی شمېر به خورا کم وي.

د ده په باور داسې ښکاري چې د القاعده وسله وال تر ډېره په غزني، د افغانستان د شمال او جنوب په ځینو برخو کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG