د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۸

نړۍ

مریک ګارلنډ د امریکا لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت لپاره تأیید شو

مریک ګارلنډ

د امریکا سنا جرګې مریک ګارلنډ چې د ولسمشر بایډن له لوري د لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت څوکیو ته نومول شوی و، تأیید کړ.

ده پرون د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۰ موافقو رایو د سنا جرګې تأیید ترلاسه کړ.

د سنا جرګې د اکثریت مشر مچ مک‌کانل د جمهوري‌پال ګوند یو له ۲۰ سناتورانو څخه و چې ۶۸ کلن ګارلنډ ته‌یې مثبته رایه ورکړې.

مک‌کانل په ۲۰۱۶ کال د سترې محکمې د رئیس په توګه د ګارلنډ د نومونې مخه نیولې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

الکسي ناوالنۍ په زندان کې خپل خوراکي اعتصاب ختموي

د کرملېن سیاسي منتقد الکسي ناوالنۍ

د کرملېن سیاسي منتقد الکسي ناوالنۍ وایي د درملنې لپاره به په زندان کې خوراکي اعتصاب ختم کړي.

نوموړي د مارچ پر ۳۱مه دغه اعتصاب پیل کړی وو. ناوالنۍ پر انستاګرام تأیید کړې چې روغتیایي وضعیت‌یې خراب دی او هغه غوښتنه‌یې بیا تکرار کړې چې درملنه‌یې باید د دغه شخصي ډاکتران وکړي.

نوموړي په یوه پوسټ کې لیکلي، هغو ډاکترانو چې دی بشپړ باور پرې لري، پرون په یوې اعلامیه کې په دې اړه څرګندونې کړي.

دغه ۴۴ کلن منتقد وابي ۲۴ ورځې به وخت ونیسي چې د خوړو نظم‌یې بېرته په تدریج سره عادي حالت ته راوګرځي.

مسکو له روسیې د پولنډ سفارت پنځه کارکوونکي وایستل

مسکو کې د پولنډ سفارت

روسیې نن په مسکو کې د پولنډ د سفارت پنځه کارکوونکي وایستل.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې هېواد کې د روسیې د سفارت درې کارکوونکي یې له ډیپلوماتیک موقف څخه د سرغړونې او هغو فعالیتونو له کبله چې ښایي پولنډ ته خطرناک وي، د منلو وړ نه‌دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پنځو پولنډي ډیپلوماتانو د ایستلو خبر یې په مسکو کې د پولنډ د سفیر کریستوف کرایوفسکي د احضار پر مهال ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د ځینو اروپایي هېوادونو اړیکې له روسیې سره کړکېچنې شوې دي.

اروپایې ټولنې تېر کال تر ټولو ګرم اوړی تجربه کړ

آرشیف

اروپایې ټولنې په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو ګرم اوړی تېر کړ.

د اروپا د چاپېریال ادارې پرون په یوه راپور کې وویل چې پروسږکال د هوا د حرارت درجه تر ۱،۶ پورې لوړه شوې وه.

په راپور کې راغلي چې اروپایي هېوادونو له ۱۹۸۱ کال راپدېخوا تر ټولو ګرم منی او ژمی ثبت کړ.

د تېر کال په اوږدو کې په اروپایي هېوادونو کې د حرارت درجې د لوړوالي دلیل معلوم نه‌شو، خو تمه ده د نړۍ څه باندې ۴۰ هېوادونه به د چاپېریال په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې د ځمکې په تودېدو خبرې وکړي.

هند کې د کرونا ناروغانو د درملنې یوه روغتون کې اورلګېدو ۱۳ تنه ووژل

په کرونا ویروس یو اخته ناروغ له هغه روغتون چې په‌کې اور لګېدلی ژغورل شوی دی.

په هند کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې په یوه روغتون کې اورلګېدنې ۱۳ تنه ووژل.

د راپورونو له مخې دا پېښه نن په ممبی ښار کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې علت معلوم نه‌دی، خو په اړه‌یې تحقیقات دوام لري.

هند له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې د بې‌ساري خورېدو له بحران سره مخامخ شوی او له همدې کبله د دې هېواد په روغتونونو کې اکسیجن کم شوی دی.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۳۳۳ زره کسان په هند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا متحده ایالات، استرالیا، اسرائیل، بلجیم، بریتانیا او سنګاپور د هغو ۲۲ هېوادونو په ډله کې دي چې د یوې بلې بڼې ویروس راپورونه په‌کې ورکړل شوي دي. دا ویروس تر پخواني ډول‌یې دوه برابره ډېر د خورېدو قابلیت لري.

تر بریتانیا وروسته عربي متحده اماراتو هم له هند څخه الوتنې خپلو هېوادونو ته ځنډولې دي.

کاناډا هم اعلان کړی چې د ۳۰ ورځو لپاره له هند او پاکستان څخه پروازونه منع کوي.

د رسمي شمېرو له مخې په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۶ ملیونه اوښتی چې له دې شمېرې څخه ۱۸۷ زره کسان مړه شوي دي.

د لیبیا په سواحلو کې له پناه غوښتونکو یوه ډکه ربړي بېړۍ ډوبه شوې

ارشیف، د لیبیا په سواحلو کې یو شمېر پناه غوښتونکي

د لیبیا په سواحلو کې له پناه غوښتونکو یوه ډکه ربړي بېړۍ یا جاله ډوبه شوې ده.

د راپورونو په اساس دې بېړۍ کې ۱۳۰ کسان ناست و.

د مدیترانې سمندرګي د بېړنیو مرستو رسولو سازمان اعلان کړی چې لا څوک نه‌دي ژغورل شوي.

یوازې د ۱۰ کسانو مړي او د بېړۍ ځینې ټوټې پيدا شوې دي.

د وایکنګ ژغورندیه سازمان د همغږۍ مسؤلې لوییزا البرا پرون ویلي چې له دوی سې شنبه د مرستې غوښتنه شوې وه.

د ژغورنې درې کښتۍ له هغه راهیسې د لیبیا په ساحلونو کې ګرځي، خو څوک‌یې نه‌دي موندلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو له مخې د سږ کال له پيل تر دې دمه اروپا ته په لار د مدیترانې سمندرګي کې له ۳۵۰ زیات پناه غوښتونکي په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

له لیبیا نه ګڼ افریقایان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي.

کریمیا ټاپووزمه کې پوځي تطبیقات: روسي ځواکونه خپلو دایمي اډو ته ستنېږي

د روسي ځواکونو پراخ پوځي تطبیقات

مسکو د روسیې په جنوب او د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې په شاوخوا کې له پراخو پوځي تطبیقاتو وروسته روسي ځواکونو ته امر کړی چې خپلو دایمي اډو ته ستانه شي.

مسکو په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپووزمه د خپلې خاورې جز وګرځوله.

روسیې په کریمیا کې دا تطبیقات د لسګونه جنګي کښتیو، سلګونه جنګي الوتکو او د زرګونه پلیو سرتېرو په ښودلو ترسره کړل. امریکا او ناټو وايي چې دا له ۲۰۱۴ کال په راوروسته موده کې د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې تر ټولو پیاوړی پوڅي حضور و.

پرونی اعلان داسې مهال کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځي تحرکاتو له کبله د لوېدیځ او مسکو په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی. د اوکراین په ختیځ کې روس پلوي بېلتون‌پال له اوکرایني ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

په دې جګړو کې تر اوسه له ۱۴ زرو زیات خلک وژل شوي دي.

د بریتانیا ولسي جرګې د چین پر ضد پارلماني اقدام تأیید کړ

ارشیف، د بریتانیا پارلمان

د بریتانیا ولسي جرګې هغه پارلماني اقدام تأیید کړ چې د چین په شمال لوېدیځ ایالت سینکیانګ کې د اویغور او نورو مسلمان اقلیتونو پر ضد د پیکېنګ اقدامات د بشریت پر ضد جنایات او جینوسایډ بولي.

دا اعلامیه چې پرون د اپرېل په ۲۲مه تصویب شوه او اجرایي تضمین نه‌لري د چین د حکومت پر وړاندې د پارلمان د غړو د مخ په زیاتېدونکي اعتراض څرګندونه کوي.

ویل کېږي چې لږترلږه یو ملیون اویغوران او نور اقلیتونه چې ډېری مسلمانان دي، په سینکیانګ کې توقیف ځایونو ته په ورته جبري کمپونو کې ساتل کېږي.

په دې کمپونو کې له غیر قانوني توقیفونو نیولې د ښځو تر جبري شنډولو، بېګار او په سیستماتیک ډول له اساسي ازادیو د مسلمانانو تر محرومولو پورې د بېلابېلو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

له دې مخکې د متحده ایالاتو حکومت او د بلجیم، هالنډ او کاناډا پارلمانونو هم پر پیکېنګ د جینوسایډ تور پورې کړی دی.

یو بنګله‌دېشی کډوال نیویارک کې د بم الوزولو په جرم په عمري بند محکوم شو

عقایدالله، هغه بنګله‌دېشی کډوال چې درې کاله مخکې یې د نیویارک په مترو کې په لاس جوړ شوی بم الوزولی و.

د نیویارک په منهاتن کې فدرال محکمې هغه بنګله‌دېشی کډوال چې درې کاله مخکې یې د نیویارک په مترو کې په لاس جوړ شوی بم الوزولی و، په عمري بند محکوم کړ.

۳۱ کلن عقایدالله د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې د نیویارک د نامتو سیمې ټایمز چوک د مترو په تم‌ځای کې یو بم الوزولی و چې دی او درې نور کسان‌یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي، نوموړي دا پایپ ډوله بم له هغو ساختماني موادو جوړ کړی و چې د کار له ساحې څخه‌یې د کار پر مهال ترلاسه کړي وو.

د محکمې قاضي ریچارډ سولیوان د حکم له اعلان مخکې د عقایدالله (Akayed Ullah) کار وحشت او بوږنوونکی عمل وباله.

څارنوالانو د محاکمې پر مهال وویل چې عقایدالله د کومې ډلې غړی نه‌و، خو د داعش ډلې تبلیغاتو اغېز پرې کړی و او په منخني ختیځ کې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ له کبله په غوسه شوی و.

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: ایران سنټریفیوژنونه نصب کړې

د ایران د نطنز اټمي تأسیسات

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران د نطنز په تأسیساتو کې تر ځمکې لاندې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ادارې په راپور کې چې پرون (چهارشنبه د اپریل په ۲۱مه) خپور شو، ویل شوي چې ایران په داسې حال کې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي چې له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د دغه هېواد د اټمي موافقې پر بنسټ ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د داسې سنټریفیوژنونو د نصبولو حق نه لري.

د اندونیزیا یو ستر اوبتل بې درکه شوی

ارشیف

د اندونیزیا سمندري ځواک پرون چهارشنبه (د غويي ۱) وویل چې یو ستر اوبتل یې چې ۵۳ تنه عمله په کې سپره ده، بې درکه شوی دی.

د اندونیزیا د وسله والو ځواک د لوی درستیز په وینا دا اوبتل د بالي ټاپو په شمالي اوبو کې ورک شوی او د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

ده همدا راز وویل چې دې اوبتل په یوه مانوره کې ګډون کړی و چې له مرکز سره یې تماس پرې شو.

یمن لپاره د امریکا استازی: حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی

یمن کې حوثي یاغیان

د یمن لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د یمن له حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی.

ټیم لنډرکینګ پرون چهارشنبه(د غويي ۱) د کانګرس غړیو ته وویل، داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې ایران دې له سوله ییزې لارې د دې شخړې د حلولو نیت ولري.

ده همدا راز وویل، که ایران رغنده رول ولوبوي هرکلی به یې وکړي، خو دې برخه کې هېڅ نښه نه ویني.

د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل چې د ایران د هغو بیړیو مخنیوی ګران دی چې حوثیانو ته وسلې وړي، خو ټینګار یې وکړ چې دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

کوټه کې بمي چاودنې ۳ تنه ووژل او ۹ یې ژوبل کړل

دا بمي چاودنه د کوټې د سرینا هوټل په پارکنګ کې شوې

درې تنه د پاکستان په کوټه ښار کې د سرینا هوټل په پارکنګ کې په بمي چاودنه کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکي وایي، په دې پېښه کې چې تېر ماښام شوې ۹ کسان ټپیان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پولیسو افسر محمد منیر په خبره د سرینا هوټل مخته څو ولاړ موټر په دې پېښه کې وسوځېدل.

تحریک طالبان چې په پاکستاني طالبانو مشهور دي د دې پېښې مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې د چارواکو په نښه کولو نیت یې درلود.

په دې هوټل کې د چین سفیر اوسېده، خو د پېښې پر مهال په هغه ځای کې نه وو.

دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ځایي رسنیو ته وکړه.

چینایي چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

روسي پولیسو ۱۷۰۰ مظاهره چیان نیولي چې د ناوالنۍ په پلوي راوتلي وو

مسکو کې پولیسو د ناوالنۍ یو پلوی نیولی دی.

روسي پولیسو له ۱۷۰۰ زیات هغه مظاهره چیان نیولي چې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د خوشې کېدو لپاره یې پرون چهارشنبه (د غويي ۱) د روسیې په یو شمېر ښارونو کې په مظاهرو کې برخه اخېستې وه.

الکسي ناوالنۍ چې په زندان کې یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب درېیمې اونۍ ته داخلېږي، روغتیایي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.

پرون چې کله ولسمشر ولادیمیر پوتین خپله کلنۍ وینا کوله، په زرګونه کسان له ولادي واستوک څخه تر کالینینګراد پورې په مختلفو ښارونو د الکسي ناوالنۍ د پلویانو له مظاهرو سره یوځای شول.

د دغو مظاهرو مشرې د ناوالنۍ د فساد ضد بنسټ کوي. دوی وېره لري که د الکسي ناوالنۍ سمه درملنه ونه شي، د هغه وضعیت به دومره خراب شي چې رغېدل به یې ممکن نه وي.

د ملګرو ملتونو د متخصصینو یوې څلور کسیزې ډلې پرون چهارشنبې وویل چې د ناوالنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.

د روسي پولیسو د ناوالنۍ ډېر پلویان مخکې تر دې چې په مظاهرو کې برخه واخلي ونیول.

ناوالنۍ په جنوري میاشت کې له جرمني بېرته روسیې ته د ستنېدو پر مهال د مسکو په هوایي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته زنداني شوی.

د جورج فلوېډ وژنه؛ امریکايي افسر دیریک شاوون مجرم وپېژندل شو

د پولیسو پخوانی افسر دیریک شاوون

د امریکا د یوې محکمې منصفه پلاوي د پولیسو پخوانی افسر دیریک شاوون په میناپولیس ښار کې د تورپوستي امریکایي جورج فلوېډ په وژنه کې مجرم وپېژنده.

دغه ۱۲ کسیز پلاوي پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) لس ساعته بحثونه وکړل او ۴۵ کلن شاوون یې د وژنې په تورونو مجرم وپیژند.

شاوون اوس له لسګونه کاله قید سره مخامخ دی.

متخصصانو ویلي، دا افسر به د استناف غوښتنه وکړي.

مجرم پېژندل شوي پخواني افسر تېرکال په مې میاشت کې د یوه تورپوستي امریکایي جورج فلوېډ پر مرۍ ۹ دقیقې زنګون ایښي و چې وروسته هغه سا ورکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وژل شوي تورپوستي سلګونه پلویان د دغه حکم پرمهال د محکمې مخې ته راټول شوي او ښادۍ یې کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: تېرکال د اعدامونو کچه ټیټه شوې

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده.

په لندن کې مېشت دغه سازمان پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور خپور کړ.

راپور کې راغلي، ایران او ۱۷ نورو هېوادونو تېر کال د کرونا وبا له ګواښ سره سره هم اعدامونه اجرا کړي دي.

د دوی موندنې ښيي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴۸۳ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۲۶ فیصده کموالی ښيي.

پروسږ کال ایران ۲۴۶، مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ تنه اعدام کړي چې دا شمېر د ټولو اعدام شویو کسانو اتیا فیصده جوړوي.

چین، شمالي کوریا، سوریه او ویتنام په دوهمه درجه کې هغه هېوادونه یاد شوي چې اعدام په کې شوی. ​

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG