د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۷

افغانستان-زیمبابوې کرکټ سیالۍ؛ افغانستان لا ۳۰۷ منډې کړي


افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له زیمبابوې سره د دوهمې ټېسټ لوبې په دوهمه ورځ په داسې حال کې بیټنګ ته دوام ورکوي چې پرون یې ۳۰۷ منډې جوړې کړې.

پرون د دې لوبې په لومړۍ ورځ کیپتان اصغر له حشمت الله شهیدي سره د ورځې تر پایه ملګرتوب ته دوام ورکړ او په ګډه یې ۱۸۶ منډې وکړې او لا هم نه دي سوځېدلي.

تر دوی مخکې درې افغان لوبغاړو ابراهیم ځدراڼ ۷۲، رحمت شاه ۲۳ او جاوید احمدي ۴ منډې کړې وې.

ستانکزي سلیزه پوره کړه او شهیدي ۸۶ منډې کړي او نن به دوی دواړه بیټنګ ته دوام ورکړي.

افغان لوبغاړي د لومړۍ ټېسټ لوبې خلاف چې په لس وېکټونو یې وبایلله، په دې سیالۍ کې تر دې دمه ښه ځلېدلي دي.

د نړۍ د شل اووره سیالیو لومړی درجه باولر یا توپ اچونکی راشد خان چې په تېره ټېسټ لوبه کې د ګوتې د خوږېدو له کبله نه و لوبېدلی، په روانه مسابقه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د مارچ له اوولسمې تر شلمې درې شل اووره سیالۍ هم وکړي.

XS
SM
MD
LG