د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې سر روزنکي 'ویو اخیم لوو' د اروپا جام له سیالیو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.
دغه ۶۱ کلن روزنکي له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د لوبډلې د لارښود په توګه دنده پرمخ وړله.
نوموړي د جرمني له فوټبال لوبډلې سره تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې قرارداد درلود، خو دغه فدارسیون ورسره هوکړه کړې چې له لوبډلې سره یې همکاري ژر پای ته ورسېږي.
نوموړي د خپلې استعفا په اړه تراوسه هېڅ هم نه دي ویلي.