نن د چهارشنبې (د کب ۲۰مه) په کابل کې 'ګوهرشاد جام' د ښځینه بایسکل چلوونې دوهم پړاو سیالۍ پيل شوې.
د بایسکل چلوونې فدارسیون رئیس فضل احمد فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د کابل، هرات، بلخ او پروان ولایتونو شااوخوا ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی.
د ښاغلي فضلي په خبره، دغه سیالۍ د ملي المپیک کمېټې له ودانۍتر پغمان ولسوالۍ واټن کې وې.
د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف له هېواده بهر سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو لوبېدو ته چمتوالی دی.
د سیالیو په پای کې یولداز هاشمي لومړی، فریبا دوهم او افسانې درېیم مقامونه خپل کړل.