د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

کابل کې د رسنیو د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د رسنیو د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کب د ۲۷مې د خبریالانو ورځې په مناسبت د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدارسیون په جمنازیوم کې پیل شوې.

د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به۷ ورځې دوام ولري چې د فوټبال فدارسیون نشراتو، موبي ګروپ، هرات خبریالان، د ۳ سپورټ، تمدن، راه فردا، افغانستان او خورشید ټلوېزیون لوبډلو ګډون کړی چې په دوو ګروپونو کې به څلور لوبډلې په خپلو کې سیالۍ کوي.

د نوموړي په خبره، په لومړۍ لوبه کې موبي ګروپ او ۳ سپورټ ټلوېزیون لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې درې د يو په وړاندې موبي ګروپ لوبه وګټله.

ټاکل شوې، د دغو لوبو په پای کې د افغانستان د رسنیو منتخبه لوبډله هم جوړه شي، څو له هېواده بهر سیالیو کې هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG