د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۷

کرکټ؛ ابوظبۍ کې افغانستان-زیمبابوې ټېسټ لوبه پیلوي


د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د کرکټ لوبه

نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زیمبابوې له لوبډلې سره په متحد عربي اماراتو کې ټېسټ لوبه پیلوي.

دا لوبه په ابوظبۍ کې ده او تېره اوونۍ د دغو دوو لوبډلو ترمنځ لومړی ټېسټ زیمبابوې د لس ویکټو په توپیر ګټلی و.

په تېره لوبه کې د افغانستان او نړۍ پيژندل شوی توپ اچوونکی راشد خان د ګوتې د ټپي کېدو له امله په لوبه کې برخه نه وه اخېستې.

XS
SM
MD
LG