د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۸

د استوایي ګینې یوه پوځي مرکز کې چاودنو ۲۰ تنه وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان دي


د استوايي ګینې پلازمېنه مالابو

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې د استوایي ګینې په یوه پوځي مرکز کې څو چاودنو لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه افریقایي هېواد ولسمشر تئودورو اوبیانګ انګوئما ویلي، دغه چاودنې په بندري ښار باتا کې د دینامیت چاودېدونکو توکو له کبله شوي دي.

ده ویلي، دا چې دغه مواد سم نه‌و ساتل شوي، چاودلي دي.

ځایي رسنیو ویلي، لږ تر لږه پنځه چاودنې شوي چې له کبله‌یې په ټول ښار کې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د استوایي ګینې د روغتیا او ټولنیزې رفا وزارت ویلي، ډېر خلک لا هم تر خاورو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG