د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۰

خبرونه

هرات چارواکي: د غوریاني وسله والو سره نښته کې ۳۶ تنه ټپیان شوي

ارشیف، د هرات ښار

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او حبیب غوریاني د وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي خبریالانو ته وویل چې وسله واله نښته د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوه او تر څو ساعته وروسته امنیتي ځواکونه د حبیب غوریاني کور ته ننوتلي دي.

د ده په وینا د غوریاني په کور کې وسله وال کسان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو، کوچنیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي شیرزي زیاته کړه: "وروسته له هغه چې په جبرییل سیمه کې د هغو نښتو په تړاو چې ظاهراً امنیتي ځواکونو غوښتل یو کس ونیسي، په ټوله کې ۲۷ نارینه، درې کوچنیان، یوه ښځه او پنځه پوځي ټپيان د پېښې له ځایه د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې ټول شمېر يې ۳۶ دی او د درېيو ټپيانو وضعیت ښه نه دی."

د هرات والي ویلي، وروسته له هغه چې د حبیب غوریاني وسله والو دوه ملکیان ټپیان کړل، امنیتي ځواکونو همدا راز د یو شمېر نورو کسانو د ځورونې په تړاو عملیات وکړل. غوریاني یا د ده کسانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

حبیب غوریاني په تیرو پارلماني انتخاباتو کې د هرات له حوزې نوماند و، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې خاطر د ده د نوماندۍ صلاحیت رد کړ چې په جرمي قضیه کې په لس کاله بند محکوم وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولسي جرګې د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې تالار

د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه نن د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون وایي چې د قانون دغه طرحه د هېواد اساسي قانون د ۱۱۶مې او ۱۲۳مې مادو په رڼا کې چمتو شوې چې اساسي هدف‌یې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت، د قضاتو د ذاتي چارو او د قضاتو سرغړونو او جرمونو ته د رسیدګۍ د بڼې د اړوند چارو تنظیمول دي.

د دغه کمېسیون مشر محمد رحیم علي‌یار د دوشنبې ورځې له عمومي جلسې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې کې د قضائیه قوې د تشکیل او واک په تړاو د یاد قانون طرحه خورا اغېزناکه وبلله.

بل‌خوا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسي جرګې له دې پرېکړې هرکلی کړی او تمه‌یې ښودلې چې مشرانو جرګه هم دغه طرحه تأیید کړي چې بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.

خلیلزاد: سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، کابل کې يې د سفر له پای ته رسېدو مخکې په همدې تړاو د ښځو د حقونو له ملاتړو او دیني علماوو سره یوه بحث کې ګډون کړی دی.

خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي او په خبره‌یې مېرمنې او په ځانګړې توګه هغه چې دیني زده‌کړې یې کړي، دې بهیر کې اغېزمن رول لوبولی شي.

له دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد ۴ ورځنی سفر ګټور و.

د دې سفر پر مهال نوموړي له بېلابېلو خواوو سره د استانبول کنفرانس پر چمتووالي خبرې وکړې.

طالبان: د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌یو

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي

طالبانو ویلي، دوی د اپرېل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې کنفرانس ته چمتو نه‌دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم نن ازادي راډيو ته وروسته تر دې دا خبره وکړه چې افغان چارواکو پرون وویل، د همدې اوونۍ په وروستیو کې دا کنفرانس جوړېږي.

په دې اړه سملاسي نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

پامیر قول اردو: د پلخمري-سمنګان پر لویه لاره ۱۲ طالبان ووژل شول

بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د پلخمري-سمنګان پر لویه لاره‌یې ۱۲ طالبان وژلي او نهه تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د پامیر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان فرید اغا سیدخېلي رسنیو ته ویلي، دغه طالبان نن د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

ښاغلی سیدخېلي زیاتوي: "نن مو د اخاذیو په سیمه کې د دښمن پر ثابتو اهدافو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، د دوی درې قرارګاوې سره له تجهیزاتو له‌منځه تللي او څه باندې ۲۰ تنه‌یې وژل او ټپیان شوي دي."

سیدخېلي ونه‌ویل چې د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او که نه.

طالبانو هم تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

تاجکستان کې یو تورن د پولیسو د یوې ودانۍ له کړکۍ له ټوپ اچولو وروسته مړ شو

ارشیف، د تاجکستان پولیس

په تاجکستان کې په غلا تورن هغه کس مړ شو چې د پولیسو د یوې ودانۍ له کړکۍ نه‌یې ټوپ اچولی و.

د تاجکستان کورنیو چارو وزارت وایي، دا پېښه پلازمېنې دوشنبې ته په ۱۹ کیلومتري واټن کې د وحدت ښار دننه شوې ده.

وزارت ویلي، تورن ۳۱ کلن مهردین ګادوزاده د پولیسو د ودانۍ له درېیم پوړه تر ټوپ کولو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د ښاغلي ګادوزاده کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پولیسو خبرې هم تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نه‌دي تأیید کړي.

له کلونو راهیسې د بشري حقونو ملي او نړیوالې ډلې د تاجکستاني چارواکو له‌خوا د زندانیانو او تورنو کسانو د شکنجې یادونه کوي.

امریکا کې د پولیسو په ډزو د یوه تورپوستي له وژلو وروسته اعتراضونه پارېدلي

د امریکا بروکلین ښار کې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي

د امریکا په مینیاپولیس ښار کې وروسته تر دې اعتراضونه وپارېدل چې یوه پولیس افسر یو ۲۰ کلن تورپوستی امریکایي په ډزو وواژه.

د ځایي پولیسو یوې ادارې ویلي، دغه تورپوستي کس چې موټر ته ناست و پولیسو یې د ټرافیکي سرغړونې له کبله د نیولو نیت درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، کله چې پولیس تورن کس ته نږدې شول، هغه موټر ته کېناست او د تښتېدو هڅه‌یې کوله چې همدې وخت کې پولیس ډزې پرې وکړې.

پولیسو ویلي، دغه کس له یوه بل موټر سره له ټکر مخکې د سړک د سر څو موانع هم لاندې کړې دي.

دا پېښه داسې مهال وشوه چې پرون په بروکلین ښار کې پر هغو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو چې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته راټول شوي وو.

دغه مرکز کې د هغه پولیس محاکمه روانه ده چې نږدې کال وړاندې يې د جورج فلوید په نوم یو تورپوستی د نیولو پر مهال خفک کړی و.

اشرف غني: حاضر یو چې خپله موده د سولې لپاره لنډه کړو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبره‌یې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي.

ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بین‌المللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو."

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند نه‌کړي.

ښاغلی غني داسې مهال د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي چې تازه د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له‌خوا افغان دولت او طالبانو ته په سپارل شوې طرحه کې ویل شوي، یوه انتقالي اداره به ټاکنو ته لاره برابروي.

له دې سره هم‌مهاله ټاکنو کمېسیون هم ویلي، د ملګرو ملتونو په مرسته‌یې د دغه سازمان ۱۵ سلاکارن او نړیوال متخصصان ګمارلي او د همدې میاشتې تر پای پورې به دندې پيل کړي.

معلومه نه‌ده چې د ټاکنو د نړیوالو متخصصانو ګمارنه د ټاکنو لپاره له نویو پيل شویو هڅو سره تړاو لري او که نه.

زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړ

مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه د زلمي خلیلزاد خبرې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړی دی.

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې دا سفر ګټور بللی، خو دا یې نه‌ده څرګنده کړې چې ښاغلی خلیلزاد بېرته واشنګټن او که بل ځای ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر پر مهال‌یې له حکومتي او سیاسي چارواکو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد له هغه ګډ لیدلوري خوښ دی چې افغانان‌یې د استانبول کنفرانس په اړه لري، هغه کنفرانس چې تمه ده عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

تر اوسه د دغه کنفرانس کره نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو افغان چارواکو ویلي، تمه ده د همدې روانې اوونۍ په وروستیو کې جوړ شي.

انګلستان د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نرموي

ارشیف، لندن کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق سیار کلینیک

انګلستان، سر له نن څخه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره بل اقدام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر کم شوی او اکثریت پوخ ­عمره کسانو د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.

سر له نن دوشنبې څخه به، ټول دکانونه بېرته پرانیستل شي، خلک به وکړای شي سلمانیو ته لاړ شي او د عینې کورنۍ غړي کولای شي په انګلستان کې په رخصتۍ لاړ شي، خو چې په یوه استوګنځای کې واوسي او پخلی په خپله وکړي.

جېمونه، د لامبو حوضونه، کتابتونونه او ژوبڼونه به هم بېرته پرانیستل شي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د محدودیتونو کمېدل د ازادۍ پر لوري یو مهم ګام بللی دی، خو له خلکو غوښتنه کړې چې بیا هم احتیاط او مسؤلانه چلند وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له افغان چارواکو سره پر استانبول غونډې غږېدلې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د حکومت له مشرانو سره د استانبول د غونډې پر چمتووالي خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما نن سهار په څو ټویټونو کې ویلي چې دیبرا لاینز له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري سره پر دې موضوع کتلي دي.

یوناما وايي په دغو کتنو کې د استانبول غونډې د چمتووالي ترڅنګ د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو، د سولې پروسې د چټکتیا او د سولې په دغه بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د غوښتنو د اورېدو پر موضوع بحث شوی دی.

ټاکل شوې په څو ورځو کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان پر موضوع غونډه وشي چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران به هم په‌کې برخه واخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی.

انتوني بلېنکن پرون یکشنبه د امریکا له «NBC» ټلوېزیون سره په خبرو کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته هم اشاره وکړه.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "ولسمشر [جو بایډن] د دې جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی او د خپل توان په حد کې به نه‌پرېږدو چې افغانستان بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل شي، په ځانګړي ډول هغه ترورېزم چې د امریکا متحده ایالات په نښه کوي."

د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.

خو اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ګران کار دی.

ښاغلي بلېنکن وویل، دا نه د افغانستان د حکومت، نه طالبانو او نه هم خلکو په ګټه ده چې افغانستان بېرته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

د اروپا مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د اروپا مېشتو افغانانو د پنځمې نړیوالې جرګې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي.

غونډه پرون په انلاین بڼه ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو د ترکیې ناسته د افغان سولې لپاره مهمه وبلله او ویې‌ویل چې باید سولې ته د رسېدو لپاره د دوی په خبره داسې فرصتونه له لاسه ونه‌وځي.

د دې انلاین غونډې یوه تنظیموونکي مهراب احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د جرګې اکثرو ګډونوالو په افغانستان کې د وینې د تویېدو د مخنیوي او د جنګ د بندېدو په هدف له اوسني فرصته په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. د کنفرانس په لومړۍ برخه کې اکثرو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. دوی په افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره د خلکو په ذهنیت‌سازۍ باندې پانګونه وکړي."

د اروپا مېشتو افغانانو د جرګې رئیس ډاکتر اصغرخېل منګل، په افغانستان کې د کاناډا مخکېنی سفیر کریستوفر الکساندر، د جرمني د پارلمان غړې کیزیا ماردیلا، په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي او د افغانستان د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست د دې انلاین غونډې ویناوال وو.

هرات کې ۵ افغان سرتېري ووژل شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

هرات کې پرون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام درې پولیس د هرات ښار په ۱۱مه حوزه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ووژل.

اخوا د یکشنبې په ماسپيښين موټرسایکل سپرو بریدګرو د تورغونډۍ په بازار کې دوه افغان سرتېري په ډزو وژلي دي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې یو وسله‌وال بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی.

تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

ارزګان کې یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور ټپيان دي

ارشیف، ارزګان کې د یوې چاودنې ټپيان روغتون کې د درملنې پر مهال

په ارزګان کې تېر ماښام یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د ملکیانو په یوه (فېلډر) موټر شوې ده.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امین‌الله توخي ازادي راډيو ته وویل له دې چاودنې څلور ټپیان او یو جسد روغتون ته انتقال شوي.

د ارزګان والي نعمت‌الله بختیاري هم په دې اړه ازادي راډیو ته لنډ لومړني معلومات شریک کړي.

ښاغلی بختیاري زیاتوي: "نسیم ساحې خوا ته ماین انفجار کړی دی. دوه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. یو قومي مشر چې د حاجي شاه محمد زوی دی او یو بل کس ته زیان اوښتی. یو یې شهید شوی او بل یې زخمي دی."

چا د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند خپل روسي سیالان مات کړل

د ازادو رزمي لوبو افغان لوبغاړی عبدالسمېع فیضي

د ازادو رزمي لوبو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند بېګا په مسکو کې خپل روسي سیالان مات کړل.

د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان له‌خوا ترسره شوې.

سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ.

هغه تر بریا وروسته وویل: "قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان د ۳۶ ملیونه نفوس استازیتوب وکړ."

واحد نژند هم چې په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې لوبېده خپل روسی سیال پاول اردیشیف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر وګاټه.

تر دې مخکې هم د روسیې د ازادو رزمي لوبو په سازمانونو کې افغان لوبغاړي لوبېدلي دي.

په دې لېنک باندې د سمېع فیضي د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.

https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5498031286903733

په دې لېنک باندې د واحد نژند د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.

https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5497854266921435

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG