د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ لومړۍ ټېسټ-لوبه کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د زیمبابوې پر وړاندې د مسابقو تازه لړۍ ته تر ډېره ځوان لوبغاړه غوره شوي دي: "دا ځل د افغانستان د لوبډلې په نوملړ کې ځوانو لوبغاړو ته ډېر ځای ورکړل شوی دی. باوري یو چې یاد لوبغاړي به د افغانستان لپاره ښه نتیجه ولري او درته ویلی شم چې د لوبغاړو په غوراوي کې اتلیت (Athlete) منجمنټ سیسټم ډېر رول درلود."
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ به دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ پر لسمه نېټه پیل شي.
د افغانستان په کوربهتوب به دواړه هېوادونه په خپلو کې درې شل اووره مسابقې هم کوي چې لومړۍ به یې د مارچ پر ۱۷مه وي.