د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۰

برنېټ روبین: د امریکا-طالبانو د تړون تطبیق په بشپړه توګه درېدلی


برنېټ روبین

د افغانستان د حالاتو یو پېژندل شوی امریکایي شنونکی برنېټ روبین وایي د امریکا-طالبانو د تړون تطبیق په بشپړه توګه درېدلی دی.

ښاغلي روبین دا خبره د ازادي راډیو له انګرېزي وېب‌پاڼې ګندهارا سره په یوه تفصیلي مرکه کې کړې ده.

هغه په دې مرکه کې د امریکا-طالبانو د تړون ځیني لوی عیبونه هم په ګوته کړل چې له امله‌یې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې په ډېر ځنډ پیل شوې.

پر همدې او اړوندو مسئلو باندې د ازادي راډیو د ګندهارا وېب‌پاڼې اېډېټر ابوبکر صدیق له برنېټ روبین سره مرکه کړې ده.

ښاغلي روبین د افغانستان پر حالاتو ګڼې مقالې لیکلي دي او اوس وخت د نړیوالې همکارۍ په نیویارک مېشتي مرکز کې په کار بوخت دی.

دا مرکه په ګندهارا وېب‌پاڼه کې په تفصیل شته، خو دلته‌یې هم د لاندې لېنک له لارې اورېدلی شئ چې صفي‌الله ستانکزي پښتو ته ژباړلې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG