د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۴

غزني کې یو شمېر پولیس: د تېرو ۷ میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي


د غزني پولیس

په غزني کې ځیني پولیس سرتیري شکایت کوي چې له تېرو اووه میاشتو څخه یې معاشونه نه دي ورکول شوي. د دوی په خبره، ان د څو میاشتو معاشونه یې سوځېدلي هم دي. دغه پولیس وايي، په وار- وار یې له چارواکو سره تماسونه هم نیولي دي.

غزني هغه ولایت دی چې دلته پولیس په سختو جګړو بوخت دي.

دغه پولیس وايي، له خپلو مخالفینو سره په لوړ مورال جنګېږي، خو له بده مرغه چې چارواکي یې دغه مورال کمزوری کوي.

دوی وايي، له دومره جګړو او سختیو ګاللو پرته یې هم معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي چې دا هم د دوی او د دوی د کورنیو یوه لویه اړتیا ده.

د غزني د دوهمې امنیتي حوزې پولیس دوهم ساتنمن خان محمد محسین ازادي راډیو ته وویل: "زموږ معاشونه ولې نه اجرا کېږي، موږ هم مشکلات لرو، کورونه لرو، له تېرو ۷ میاشتو څخه ورته په تمه یو، دولت ولې پام نه کوي، زه برحاله یم، وظیفې ته ځم، دریشي اغوندم، شپه ورځ جنګېږم، خو معاش نه راځي، دا څه ډول دولت دی."

غزني کې یو شمېر پولیس د عملیاتو پر مهال
غزني کې یو شمېر پولیس د عملیاتو پر مهال

خان محمد وايي، په وار-وار یې د قوماندانۍ له مالي او کورنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې، ډاډ یې ورکړی چې ستونزه به يې حل شي، خو هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

دا یوازې خان محمد نه دی چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي، بلکې په غزني کې ډېری نور پولیس هم د معاشونو له نه ورکولو سرټکوي.

غلام محمد هم په غزني ښار کې پولیس دی وايي:"موږ دغه ستونزه لرو، په غزني کې یوازې زه نه یم بلکې ۴۶۰ سرتیري نور هم دي چې له ۷ میاشتو راهیسې مو معاش نه دی اخیستی، چارواکي باید د غریبو سربازانو د بچیانو د ډوډوی ستونزه حل کړي، جلب جذب څه موده وړاندې ویل چې ستاسو معاشونه سوځیدلي، اوس بیا وايي چې بودجه نه ده تثبیت شوې چې بودجه تثبیت شي ستاسو معاشونه حواله کېږي."

د غزني د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، په غزني کې د ۳۱۸ تنه پولیسو معاشونه چې له تېرو ۷ میاشتو ځنډیدلي، لامل یې هم د اپ سیسټم ته د هغوی نه داخلېدل دي، خو د نورو پولیسو معاشونه په خپل وخت ورکول کېږي.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز

دوی وايي، دغه کسان له نورو ولایتونو راغلي، دلته یې دنده پیل کړې او یا نوي د پولیسو په لیکو کې شامل شوي او په وینا یې امکان لري چې دغه شتونزه حل او معاشونه یې په روانه میاشت کې حواله شي.

د غزني امنیه قوماندان د معاشونو په برخه کې شته ستونزه له منځه تللې بولي.

مل پاسوال محمد عثمان جانباز ازادي راډیو ته وویل، پخواني چارواکو د سرتېرو په لیکو کې خیالي پولیس ځای پر ځای کړي وو چې ستونزه یې رامنځته کړې وه: "دغه د معاشونو برخه کې یو څه ستونزه وه، اوس هغه مشکل هم تر ډېره بریده حل شوی دی، پخوا له بده مرغه پخواني قوماندانانو او مشرانو د پولیسو او سربازانو له معاشونو غلطه ګټه پورته کوله، خیالي سربازان به یې درلودل، خو بالاخره د دوی لپاره یو سیسټم جوړ شو، اپ سیسټم چې ټول پرسونل باید په سیسټم کې شامل شي چې اپ سیسټم ورته وايي."

قوماندان جانباز زیاتوي، دا چې د ځینو سرتیرو په اسنادونو کې څه ستونزه وه، د هغوی معاشونو هم مشکل درلود، خو اوس دغه ستونزه له منځه تللې او په وینا یې د یوه کس معاش به هم نه سوځي.

د پوځي چارو ځیني پوهان وايي، پولیسو ته پر وخت معاشونه نه ورکول د هغوی پر روحیه بده اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو د معاشونو د بندېدو په اړه د غزني تر څنګ له ځینو نورو ولایتونو څخه هم راپور ورکول کېږي چې پولیس له دې ستونزې شکایت لري.

XS
SM
MD
LG