په لوګر ولایت کې دفوټبال د 'ډي' درجې روزنیز کورس پیل شو.
د فوټبال فدراسیون روزونکي وحیدالله واحدي نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه صنف نوېو روزونکو ته د زده کړې او پوهاوي لوړولو په هدف جوړ شوی.
نوموړي وویل چې دغه پروګرام چې نن پیل شوی شپږ ورځې به دوام وکړي.
د ښاغلي واحدي په وینا په یاد روزنیز پروګرام کې به ٢٤ روزونکي کې عملي او نظري زده کړې وويني.
ټاکل شوې چې د دغه پروګرام په پای کې غوره روزونکي د اسیا 'سي' کټګورۍ ته هم ور وپېژندل شي.