د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۰

په خوست کې یو شمېر کورنیو د وسلو ساتنه دود ګرځولې


ارشیف، یو شمېر وسلې

د خوست یو شمېر کورونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د وسلو ساتل یو دود ګرځیدلی، خو ځیني خلک وايي چې په کور د وژونکو وسلو ساتل خطرناک دي او ځینو وختونه د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي، یو یا دوه میله سپکه وسله په هر کور کې شته، دوی یې د خپل ځان، مال او د کورنۍ د غړیو د دفاع لپاره ساتي.

خو په دې ولایت کې د مرګ ژوبلې ګڼې داسې پېښې شوي چې اصلي لامل یې کورونو کې په نامسولانه توګه د وسلو ساتل دي.

د قسمت الله په مستعار نوم د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی چې ۳۳ کاله عمر لري وایي، په کور کې د نیکونو له وخت ور پاتې دوه میله سپکه وسله یې د کورنۍ د خوندیتوب لپاره ساتلې.

دی وایي، د وسلو ساتل اسانه کار هم نه دی او ځینې وخت د انسانانو ژوند هم اخلي.

دی د هغې ورځې کیسه کوي چې په کور کې یې وسله د ماشوم لاسته ورغله او ورسره د لوبو پر مهال لومړی ټپي او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ: "زه له وسلې سره ډېر پام کوم، پاس لوړ ځای کې مې ایښې وه، خو ماشومانو یو ډول را اخیستې وه، لوبې یې پرې کولې چې یو ډز ترې شوی و، او په ټنډه ولګېده، روغتون ته مو چې ورساوه مړ شو."

د خوست ښار
د خوست ښار

نوموړي لا هم د هغې پېښې درد نه دی هېر کړی او د نصیحت په ډول نورو ته پیغام ورکوي چې په کورونو کې وسلې له ماشومانو او د کورنۍ له نورو غړو لېرې په خوندي ځایونو کې وساتي.

د خوست ځایي امنیتي او روغتیایي چارواکي وایي، تراوسه د داسې پېښو په اړه کره شمېرې نه لري، خو وايي، وخت ناوخت داسې ژوبل او مړه روغتونونو ته ور وړل شوي چې د وسلو سره د بې احتیاطۍ قربانیان وو.

سیف الله هم په کور کې د بیړنیو پېښو پرمهال د ځان او د کورنۍ د غړو د خوندیتوب لپاره وسله ساتلی وایي، د خوست په یوه داسې لېرې پرته سیمه کې اوسیږي، چېرې چې د افغان حکومت کنټرول کم دی او دوی اړ دي چې د کورنۍ د خوندیتوب لپاره په کور کې یو میل کلاشینکوف ولري.

سیف الله زیاتوي:"کور مو لېرې دی، پوستې نږدې نشته، شپې هر ډول پېښه کیدلی شي، غله درځي، زورور خلک وي، ځینې خلک شخصي بدۍ لري، موږ یې د دې لپاره چې خدای مه کړه، سبا کومه پېښه کېږي، چې د ځان د دفاع لپاره یو څه راسره وي، ساتو یې."

سیف الله وایي، یوازی دی نه، بلکې د دې ولایت په نږدې هر کور کې یو یا دوه میله سپکه وسله شته.

د خوست امنیه قوماندان داووود امین هم مني چې خلک د ځان د خوندیتوب لپاره په نږدې هر کور کې سپکې وسلې ساتي، خو وایي، هغه وسلې نیسي چې له کور بهر ګرځول کېږي او یا هم پرې شکمن فعالیتونه کېږي.

د خوست امنیه قوماندان داووود امین
د خوست امنیه قوماندان داووود امین

ښاغلی امین زیاتوي: "کورونو کې خلک ځان د امن په خاطر وسله ساتي، د دې وسلو د راټولولو لپاره خاص عملیات نه لرو، اما که بهر له کوره موږ د دوی وسله وینوله او یا په کومه وسله شکمن شو، بیا یې نیسو."

په کورونو کې د وسلو ساتل که ځینې خوستوال په اوسنیو شرایطو کې د خپلو کورنیو د سر او مال د دفاع لپاره مهم بولي، خو د خوست د امنیې قوماندان په وینا دا د دې لامل شوي هم دي چې د کلي کور په وړو شخړو کې ترې کار واخېستل شي او د مرګ ژوبلې، بدیو او دښمنیو سبب شي.

ښاغلي امین وايي، خلک په کورونو کې له دې وسلو ډېر کله په شخصي بدیو، د ځمکو او غرونو پر سر شخړو او نورو کړکېچونو کې هم کار اخلي چې د تودو نښتو او مرګ ژوبلې سبب کېږي.

د هغه په وینا د سږ کال دا ډول پېښې د تېرکال پرتله زیاتې شوي دي.

د خوست امنیې قوماندان له اړتیا پرته کورونو کې د وسلو ساتل خطرناک بولي او زیاتوي هغه کسان چې کورونو کې وسلې لري، باید د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لاس رسي یې خوندي وساتي له کوره بهر دې نه ګرځوي، په شخړو او ټولنیزو لانجو کې دې نه کاروي، بلکې یوازې دې د کور د دفاع لپاره ولري.

XS
SM
MD
LG