د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

افغاني الاصل سعیدي د جرمني د سوک وهنې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ


یما سعیدي
یما سعیدي

یما سعیدي د جرمني د سوک وهنې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ. دغه افغاني الاصله سوک وهونکي بېګا په لسو رونډونو کې خپل سیال تومي زیلنتون مات کړ.

سعیدي تر بریا وروسته په خپله فیسبوک پاڼه دا پیغام خپور کړ: "شکر خپله لوبه مې وګټله. د جرمني نړیواله اتلولي مې د بې ډې بې په سازمان کې ترلاسه کړه. ډېره هیجاني لوبه وه. لس رونډه لوبه مې وکړه. ډېر ښه سیال مې درلود. یوه نړۍ مننه ستاسو له دعاوو او له دې چې تل زما ملاتړ کوئ. بیا مو وکولای شوای چې د افغانستان بیرغ اوچت کړو او بریالي شو."

دا د سعیدي شلمه مسلکي لوبه وه.

لوبه د جرمني د حرفه يي سوک وهنې د سازمان بي ډي بي تر څار لاندې په برلین کې ترسره شوه.

سعیدي تر دې مخکې هم د جرمني او اروپا په کچه اتلولۍ ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG