د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې ګټه دا وه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړه.
عزیز الله دین محمد د دوحې هوکړې د یو کلنۍ په ورځ ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیال په توګه دی هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له ټولو جزئیاتو نه دی خبر.
ښاغلي دین محمد دا هم وايي چې د امریکا د نوي حکومت له خوا به د دغه هوکړې په بیا کتنه کې هم ډېر بدلون رانه شي.
له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې تر اوسه د افغانستان د سولې په برخه کې د دغه هوکوې د مؤثریت په اړه ترې پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: