د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د افغانستان په وړاندې چمتووالي لپاره د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ


ارشیف، د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
ارشیف، د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبي کې د افغانستان په وړاندې د چمتووالي لپاره تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

د زېمبابوې یوه خبري وېب‌سایټ زېمبابویان (Zimbabwean) پرون راپور ورکړی چې متحده عرب اماراتو ته د زېمبابوې ټیم له رسېدو سره سم د لوبغاړو د کرونا ټېسټونه شوي دي.

په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربه‌توب دوه ټېسټ لوبې او درې ۲۰ اووره مسابقې وکړي.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دوهمه) پیلېږي او لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.

د افغانستان د ټیم تکړه لوبغاړی راشد خان به د ګوټې د ټپ له کبله په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه ونه‌لري.

XS
SM
MD
LG