د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۵

د افغانستان لویه څارنوالۍ: د افغان چارواکو لسګونه د فساد قضیې وڅېړل شوې


د افغانستان لویه څارنوالي

د افغانستان لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو د ګړندي کېدو خبر ورکوي.

دغه اداره وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې د افغان چارواکو اړوند لسګونه د فساد قضیې څېړلې دي.

د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» رسنیو ته خبري کنفرانس کې وویل، په قوس او جدي میاشتو کې یې ۲۲۴ د اداري فساد قضیې چې نږدې ۵۰۰ کسانو پورې اړوند دي څېړلې او اړوندو محکمو ته‌یې لېږلي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، په یادو قضیو کې تر ډېره افغان چارواکي ښکېل دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي: "په دې قضیو کې ښکېل له بېلابېلو برخو دي، لوړپوړي چارواکي لکه مرستیالان، والیان، د ادارو مشران، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړي او د ملکي خدمتونو او دولتي کارکوونکي په‌کې شامل دي."

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، په روان ۱۳۹۹ کال کې ټول‌ټال ۱،۷۹۱ جرمي قضیې چې د اداري فساد قضیې هم په‌کې شاملې دي، څېړلې دي.

د دوی په خبره په دې ۱،۷۹۱ جرمي قضیو کې ۲۶۶ د درنو جرمونو، ۱،۰۲۵ د اداري فساد او ۶۱ قضیې په نظامي ادارو پورې اړوندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت، ولسمشر غني له لویې څارنوالۍ غوښتي و چې له اداري فساد سره مبارزه کې خپلې هڅې چټکې او هغه کسان چې په فساد کې لاس لري د خپل څار لاندې ونیسي ترڅو په هېڅ کومې اداره کې دنده ترلاسه نه‌کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان روڼتیا څار سازمان د فساد پر وړاندې د لويې څارنوالۍ اقدامات د پوښتنې وړ بولي.

د دې سازمان څېړونکی ناصر تیموري وایي: "کلونه راپه دې خوا اداري فساد سره مبارزې برخه کې د لویې څارنوالۍ اغېز او خپلواکۍ موږ ته د پوښتنې وړ ده، ولسمشر غني یوازې څو اوونۍ وړاندې دې پایلې ته ورسېد چې د اداري فساد سره مبارزې برخه کې د لویې څارنوالۍ رهبري ناسمه ده، له څو اوونیو راهیسي موږ لویې څارنوالۍ کې د اصلاحاتو راوستو هڅه کوو، خو تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او جمهور رئیس په دې اړه څه نه‌دي ویلي."

د افغانستان روڼتیا څار سازمان څېړونکی ناصر تیموري
د افغانستان روڼتیا څار سازمان څېړونکی ناصر تیموري

خو لويه څارنوالي د افغانستان ړونتيا څار سازمان دا ادعا ردوي او وايي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کلک هوډ لري.

حکومت داسې مهال له اداري فساد سره مبارزه ګړندۍ کړې چې د تېر کال نومبر مياشتې د جنوا کنفرانس نړیوالې مرستو ژمنې له اداري فساد سره د مبارزې په شرط افغان حکومت ته ورکول کېږي.

د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونو په ورستیو کې، د نورو قضیو ترڅنګ د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ، د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني او درې سناتوران د اداري فساد په تور محاکمه کړل.

XS
SM
MD
LG