افغانستان
دفاع وزارت: کندهار کې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې کندهار کې ۴۲ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دولت دغه مخالفان تېره ورځ په میانشین، پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال د ارغنداب او میوند ولسوالیو له شااوخوا سیمو څخه د طالبانو ۳۵ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې د بلخ په چهاربولک او شولګر ولسوالیو کې د ۱۸ افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.
تراوسه دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکي او طالبان تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې یې ډېر کله تایید او یا هم رد نه شي کولای.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسي جرګې د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه نن د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت تصویب شوه.
د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون وایي چې د قانون دغه طرحه د هېواد اساسي قانون د ۱۱۶مې او ۱۲۳مې مادو په رڼا کې چمتو شوې چې اساسي هدفیې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت، د قضاتو د ذاتي چارو او د قضاتو سرغړونو او جرمونو ته د رسیدګۍ د بڼې د اړوند چارو تنظیمول دي.
د دغه کمېسیون مشر محمد رحیم عليیار د دوشنبې ورځې له عمومي جلسې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې کې د قضائیه قوې د تشکیل او واک په تړاو د یاد قانون طرحه خورا اغېزناکه وبلله.
بلخوا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسي جرګې له دې پرېکړې هرکلی کړی او تمهیې ښودلې چې مشرانو جرګه هم دغه طرحه تأیید کړي چې بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.
خلیلزاد: سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، کابل کې يې د سفر له پای ته رسېدو مخکې په همدې تړاو د ښځو د حقونو له ملاتړو او دیني علماوو سره یوه بحث کې ګډون کړی دی.
خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي او په خبرهیې مېرمنې او په ځانګړې توګه هغه چې دیني زدهکړې یې کړي، دې بهیر کې اغېزمن رول لوبولی شي.
له دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد ۴ ورځنی سفر ګټور و.
د دې سفر پر مهال نوموړي له بېلابېلو خواوو سره د استانبول کنفرانس پر چمتووالي خبرې وکړې.
طالبان: د ترکیې کنفرانس ته چمتو نهیو

طالبانو ویلي، دوی د اپرېل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې کنفرانس ته چمتو نهدي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم نن ازادي راډيو ته وروسته تر دې دا خبره وکړه چې افغان چارواکو پرون وویل، د همدې اوونۍ په وروستیو کې دا کنفرانس جوړېږي.
په دې اړه سملاسي نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
پامیر قول اردو: د پلخمري-سمنګان پر لویه لاره ۱۲ طالبان ووژل شول

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د پلخمري-سمنګان پر لویه لارهیې ۱۲ طالبان وژلي او نهه تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د پامیر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان فرید اغا سیدخېلي رسنیو ته ویلي، دغه طالبان نن د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
ښاغلی سیدخېلي زیاتوي: "نن مو د اخاذیو په سیمه کې د دښمن پر ثابتو اهدافو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، د دوی درې قرارګاوې سره له تجهیزاتو لهمنځه تللي او څه باندې ۲۰ تنهیې وژل او ټپیان شوي دي."
سیدخېلي ونهویل چې د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه.
طالبانو هم تر اوسه څه نهدي ویلي.
اشرف غني: حاضر یو چې خپله موده د سولې لپاره لنډه کړو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبرهیې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي.
ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي.
ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بینالمللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو."
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند نهکړي.
ښاغلی غني داسې مهال د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي چې تازه د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر لهخوا افغان دولت او طالبانو ته په سپارل شوې طرحه کې ویل شوي، یوه انتقالي اداره به ټاکنو ته لاره برابروي.
له دې سره هممهاله ټاکنو کمېسیون هم ویلي، د ملګرو ملتونو په مرستهیې د دغه سازمان ۱۵ سلاکارن او نړیوال متخصصان ګمارلي او د همدې میاشتې تر پای پورې به دندې پيل کړي.
معلومه نهده چې د ټاکنو د نړیوالو متخصصانو ګمارنه د ټاکنو لپاره له نویو پيل شویو هڅو سره تړاو لري او که نه.
زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړ

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړی دی.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې دا سفر ګټور بللی، خو دا یې نهده څرګنده کړې چې ښاغلی خلیلزاد بېرته واشنګټن او که بل ځای ته تللی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر پر مهالیې له حکومتي او سیاسي چارواکو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.
ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد له هغه ګډ لیدلوري خوښ دی چې افغانانیې د استانبول کنفرانس په اړه لري، هغه کنفرانس چې تمه ده عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
تر اوسه د دغه کنفرانس کره نېټه نهده اعلان شوې، خو افغان چارواکو ویلي، تمه ده د همدې روانې اوونۍ په وروستیو کې جوړ شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له افغان چارواکو سره پر استانبول غونډې غږېدلې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د حکومت له مشرانو سره د استانبول د غونډې پر چمتووالي خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما نن سهار په څو ټویټونو کې ویلي چې دیبرا لاینز له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري سره پر دې موضوع کتلي دي.
یوناما وايي په دغو کتنو کې د استانبول غونډې د چمتووالي ترڅنګ د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو، د سولې پروسې د چټکتیا او د سولې په دغه بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د غوښتنو د اورېدو پر موضوع بحث شوی دی.
ټاکل شوې په څو ورځو کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان پر موضوع غونډه وشي چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران به هم پهکې برخه واخلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی.
انتوني بلېنکن پرون یکشنبه د امریکا له «NBC» ټلوېزیون سره په خبرو کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته هم اشاره وکړه.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "ولسمشر [جو بایډن] د دې جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی او د خپل توان په حد کې به نهپرېږدو چې افغانستان بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل شي، په ځانګړي ډول هغه ترورېزم چې د امریکا متحده ایالات په نښه کوي."
د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.
خو اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ګران کار دی.
ښاغلي بلېنکن وویل، دا نه د افغانستان د حکومت، نه طالبانو او نه هم خلکو په ګټه ده چې افغانستان بېرته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
د اروپا مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د اروپا مېشتو افغانانو د پنځمې نړیوالې جرګې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي.
غونډه پرون په انلاین بڼه ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د ترکیې ناسته د افغان سولې لپاره مهمه وبلله او ویېویل چې باید سولې ته د رسېدو لپاره د دوی په خبره داسې فرصتونه له لاسه ونهوځي.
د دې انلاین غونډې یوه تنظیموونکي مهراب احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د جرګې اکثرو ګډونوالو په افغانستان کې د وینې د تویېدو د مخنیوي او د جنګ د بندېدو په هدف له اوسني فرصته په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. د کنفرانس په لومړۍ برخه کې اکثرو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. دوی په افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره د خلکو په ذهنیتسازۍ باندې پانګونه وکړي."
د اروپا مېشتو افغانانو د جرګې رئیس ډاکتر اصغرخېل منګل، په افغانستان کې د کاناډا مخکېنی سفیر کریستوفر الکساندر، د جرمني د پارلمان غړې کیزیا ماردیلا، په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي او د افغانستان د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست د دې انلاین غونډې ویناوال وو.
هرات کې ۵ افغان سرتېري ووژل شول

هرات کې پرون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام درې پولیس د هرات ښار په ۱۱مه حوزه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ووژل.
اخوا د یکشنبې په ماسپيښين موټرسایکل سپرو بریدګرو د تورغونډۍ په بازار کې دوه افغان سرتېري په ډزو وژلي دي.
د هرات والي عبدالوحید قتالي دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې یو وسلهوال بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی.
تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
ارزګان کې یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور ټپيان دي

په ارزګان کې تېر ماښام یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د ملکیانو په یوه (فېلډر) موټر شوې ده.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امینالله توخي ازادي راډيو ته وویل له دې چاودنې څلور ټپیان او یو جسد روغتون ته انتقال شوي.
د ارزګان والي نعمتالله بختیاري هم په دې اړه ازادي راډیو ته لنډ لومړني معلومات شریک کړي.
ښاغلی بختیاري زیاتوي: "نسیم ساحې خوا ته ماین انفجار کړی دی. دوه کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یو قومي مشر چې د حاجي شاه محمد زوی دی او یو بل کس ته زیان اوښتی. یو یې شهید شوی او بل یې زخمي دی."
چا د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند خپل روسي سیالان مات کړل

د ازادو رزمي لوبو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند بېګا په مسکو کې خپل روسي سیالان مات کړل.
د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان لهخوا ترسره شوې.
سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ.
هغه تر بریا وروسته وویل: "قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان د ۳۶ ملیونه نفوس استازیتوب وکړ."
واحد نژند هم چې په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې لوبېده خپل روسی سیال پاول اردیشیف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر وګاټه.
تر دې مخکې هم د روسیې د ازادو رزمي لوبو په سازمانونو کې افغان لوبغاړي لوبېدلي دي.
په دې لېنک باندې د سمېع فیضي د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.
https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5498031286903733
په دې لېنک باندې د واحد نژند د لوبې لنډیز کتلی شئ چې اې ام سي سازمان خپور کړی.
https://www.facebook.com/fightnightsglobal/videos/5497854266921435
د افغانستان ټاکنو کمېسیون نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکاران ګمارلي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ۱۵ نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکارانیې ګمارلي دي.
دغه کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې دغه متخصصان به د همدې اپرېل میاشتې تر وروستیو پورې خپلې دندې پيل کړي.
ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ژمنه په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي مشر عبدالله الدرداري ورته کړې ده.
معلومه نهده چې ټاکنو کمېسیون کې اوس دغه ګمارنې په څه هدف کېږي، خو د نړیوالو لهخوا په یوې نوې طرحه کې د افغانستان لپاره د انتقالي ادارې وړاندیز شوی دی.
دغې طرحه کې راغلي چې همدا انتقالي اداره به ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.
ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو ملکي کس وژلی

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.
د ارزګان ولایت سرپرست والي نعمت الله بختیار ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین چاودنه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ماښام د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د قومي مخور شا محمد د زوی پر موټر شوې.
دی وايي، دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
خو دغه ولایت کې یوې باوري دولتي سرچینې ازادي راډيو ته تائید کړه چې دغه ماین چسپکي و او پر مهال یې ۲تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې روغتون ته د پېښې له ځایه ۵ کسان ور وړل شوي چې له ډلې یې درې پولیس او دوه ملکیان دي.
نوموړی وايي، یادو کسانو کې یو ملکي کس وژل شوی او د پاتې څلورو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
په کابل کې د پاکستان سفیر له خلیلزاد سره پر افغان سولې غږیدلی

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره یې په وروستۍ کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
منصوراحمد خان د دې کتنې په اړه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره یې د ترکیې د راتلونکې غونډې په ګډون په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو پرلارو چارو خبرې وکړې.
پاکستان چې د افغانستان په مسئله کې یو مهم لوبغاړی بلل کیږي، چارواکو یې له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې او ویلې یې دي چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې په برابرولو کې یې مهم رول لوبولای دی.